کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ملت جوړونې بهير

د ملت جوړونې بهير

 

د ډاکټر اشرف غني احمدزي کتاب مې سر نه تر پایه ولوست، ټول موضوعات او مفاهیم یې جامع او د هېواد د اوسنیو شرایطو سره برابر څیړل شوي.
د ملی هویت او ملت جوړونې په موضوع باندې غواړم لنډ نظر واچوم.
محرومیت، نامتوازن انکشاف، د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنې او د خپلو شخصي ګټو له پاره د وخت د حاکمانو منفي تبلیغات هغه فکتورونه دي  چې منفي اجماع یې راوستې او په دا وروستیو کې یې د ځانځانۍ احساس زېږولی دی.
له نېکه مرغه، په افغانستان کې وروڼه قومونه د داسې قوي او نه شلېدونکو ملي ارزښتونو په واسطه سره ګنډل شوي چې د هر خودخواه او غلیم توطیې به ناکامې کړي.
د وروسانو د یرغل نه وروسته د ملي استحکام فکټورونه لا پسې پیاوړي شول د بېلګې په توګه د هجرت په دیار کې ګاونډیتوبونه، په یوه ښوونځي کې ګډ لوست، ودونه، د جهاد په سنګر کې د دین، ناموس او هېواد ګډه دفاع او نور.
د ملت جوړونې بهیر ګران کار دی خو تاریخ شاهد دی چې د ملي وحدت د استحکام له پاره د منورینو، لیکوالو او روحانیونو ونډه برجسته او د ستاینې وړ ده. اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې روڼ اندي او قلموال خپل تاریخي رسالت ادا کړي او دغه ګران کار ته په قوي عزم ملا وتړي.
ډاکټر غني د ملي وحدت د پیاوړي کولو له پاره یو جامع فورمول لري او هغه د قومي تشخص پر ځای په افغانانو کې داقلیت شویو اکثریتونو دحقوقو اعاده کول دي چې په دې فورمول کې د هیواد هېڅ وګړی د بل نه ځان جلا نه محسوسوي.
په دې کې ځوانان، ښځې او محرومان شامل دي، دغو کټګوریو کې ټولې ملي پرګني ځان ویني او د وړو سمتي، ژبني، قومي اوتبعیضي کړیو نه د باندې په لویه دایره کې ځان احساسوي.
دغه راز، ماضي کې د قانون د نه حاکمیت له کبله چې د کمزوریو حکومتونو زېږنده وه هرکس د خپل مال، سر او ناموس د ساتلو له پاره ځان په یوه واړه قومي، سمتي او یا ژبني حلقه کې مجبورا تنظیم کړ. که په هېواد کې پیاوړی مرکزي دولت او د قانون حاکمیت ایجاد شي نو د ملي وحدت بهیر به لا پسې ګړندی شي.
د ډاکټر اشرف غني په اند د ملي وحدت له پاره د پراخو او پیاوړیو ولسي ګوندونو جوړول چې د ملي ګټو پراساس ایجاد شوي وي د وخت او ډیموکراسۍ غوښتنه ده. دغه ملي احزاب د ملي ګټو د خوندي کولو له پاره ملت ته  خپل پروګرامونه تشریح کوي او په ملت کې د سالم او منطقي رقابت زمینه برابروي.
که یو پیاوړی حکومت د ملت اکثریتونو ته (ځوانان، ښځې او محرومان) د دوې د حقوقو د اعاده کېدلو ډاډ ورکړي او دغه اقشار د هېواد په راتلونکي سرنوشت کې  ونډه ولري نو ملي وحدت  خپلنده پیاوړی کېږي او برعکس یې بیا د ملي هویت د جوړولو پروسه مختل کېږي.
د حکومت دنده ده چې د ملت او دولت ترمنځ د باور د فضا د ایجاد له لارې ولسواک سیاست غوره کړي چې ملي هویت مو د کور دننه او دباندي پیاوړی شي.
د ملي هویت یوعمده فکټور ملي کلتور دی. د کلتور او ژبې د پیاوړي کولو سره په تېره بیا ماشوم ته د هغه د احساس او درک مطابق دهغه په ژبه د زده کړې زمینه مساعدول نه یوازې د ژبو د انکشاف او پیاوړتیا سبب کېږي، بلکې اوږدمهال کې په ټولنه کې له تعصب نه خالي یو مسلکي او منور قشر رامنځ ته کېږي.
ملي هویت او وحدت په شعارونو نه شي راتلی، بلکه ملي اقتصاد، نړیوال ډپلوماټیک روابط، ریښتونی ملي مشارکت، کار د کار اهل ته سپارل، د کدرونو او ظرفیتونو روزل او د هېواد د پرګنو او دولت تر منځ د باور د فضا پیدا کولو سره راځي.
په پای کې لازم بولم یاده کړم چې په وروسته پاتې هېوادونو کې  د ملت جوړونې، ملي هویت او ملي وحدت د تکاملي پروسې اوله خښته قوي او با پرنسیبه دولت دی. دې سره په هېواد کې سوله او امنیت ټینګېږي هغه چې د پیاوړي اقتصاد ضامن کېدای شي.
د پیاوړي دولت او پرمختللي اقتصاد سره متوازن انکشاف، ټولنیز عدالت، د عایداتو عادلانه وېش او د هېواد په سیاسي قدرت کې د خلکو ونډه یقیني کوي او ملي هویت او وحدت ته زمینه برابروي.