کور / تازه خبرونه / دوستم غواړو

دوستم غواړو

دافغانستان په شمال کې د دوستم پلويانوپه يوه لاريون لاس پورې کړي او گواښنه کوي که ددوى مشر ته د ترکې له تبعيده د يکشنبې تر ورځې پورې زمينه برابره نشي په ټاکنو کې برخه نه اخلي .


رپوټونه وايي چې دلاريون کونکو شميره په زرگونو ده. دوى په يوه وخت په فارياب او شبرغان کې راغونډ شوي او له حامد کرزي غواړي چې ژر تر ژره دي دوستم خپل هيواد ته راولي .


حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو داسې ويل کيږي چې دوستم تيرکال د ترکتبارانو د ټولنې د مشر اکبر باى پر کور له بريد وروسته د افغان ولسمشر لخوا له هيواده تبعيد شوى .


دغه رپوټونه تر اوسه نه دي تائيد شوي خو په شبرغان او فارياب کې نني لاريونونه دا خبره تابتوي چې ددوستم د شړلو پر وړاندې څه قانوني موانع شته چې پلويانو يې اوس ترې پرده پورته کړه .


نوموړى په جنگي جرمونو ککړ بلل کيږي په خاصه توگه په ٢٠٠١ کال کې د زرگونو طالب اسيرانو د ډله ييزې وژنې په تور چې په دې وروستيو کې يې د پلټنې غوښتنې ان له امريکا را پورته شوې.