کور / شعر / خوب ګورم

خوب ګورم


 عــزیزانو  هـــره ښپــه  زه سياسي خوب ګـــورم
پــه  ټـولي ڼـــړي  کي بــــدلـــون و ﺁشوب ګــورم
خلکـــو   تعبـــــــير يــــــــي تــــــاسي وکـــــړي
تـــــور  تــوفــــــان خــــــــړ  سيـــــلاب  ګــــــورم


خوب ګورم
مجاهدبن په ټولي ڼړي کي لکه ورونه پبږندل کيږي
د اسلام دشمنانو د مجاهد د نوم نه ويره پيدا کيږي
د ڼړي شيطانان د مجاهد د نوم بدلولو په فکر کيږي
څوک د طالب  د تـرهګـر پـــه نامه به معرفي کيږي
——-
جهـــاد ته به شخصي بڼه تـــور رنګ ورکول کيږي
غلـــو ته د مجاهد چا ته د طالب نوم ورکول کيږی
د مجاهد (مقدس نوم )  به  په دا رنګ بــــدلیـږی
د خلکو بــــه د طالب نـوم نـه نفـرت پيـــدا  کيږي
په دا رنګ د بشريت دشمنان په خپل هدف رسيږي
— ——-


خوب ګو رم
جهادي ورونه که د يو هدف يو مقصد د پاره ولاړيږي
حکم د  الله ج  ده چه نه به خواريږي نه به ماتيږي
که چيرته لکه ورونه يو د بل په څنګ کي نه دريږي
تعبير يي دا سي وکړي چه په خپل وار به ماتـيږی
——–


خوب ګورم
پيرنګيان فکر کوي خلک ټول نـــاپوهه نـه پوهيږي
هـــر څـه چـه دوي وغـــواړي هغــــه بـــه کيــږي
نظام و قــانون بــه بدليـږي ، رسـوم بــه بــدليږي
د ڼـــړي سرنوشټ بـــه د دوي پــه لاس تعينيږي
——


خوب ګو رم
په وروسته پاتي ملکونو کي به خاينا ن روزل کيږي
بيا به په کي بي صلاحيته فــــاسد نظام حاکميږي
د څو کاله د پاره خلک به په کی وژی و تږی ساتل کیږی
تر څو  چه ( ډ مو کر اسي) تـــــه  زمينه مساعده کيږي
——-


په ټولي نړي کي به(د موکره راسي)شعارونه ورکول کيږي
ټول جهـان بــــه  پــه دي شان کنترول او تسخير کيږي
که څوک ووايي دا هغه زوړ سياست زړه امپرا طوري ده
د ياغيانو،طالبانو،ترهګرو په نامه سرونه به يي غوڅيږي
——–


خوب ګورم
دديورند المسيان د افغان په خاوره کي ليدل کيږي
دشاه شجاع المسيان ولي په ولي ورسره دريږي
خداي ج دي نه کړي د قهرمان اولس غرور به ماتيړي
خلکو تعبير يي تــاسو وکـــــړي چه څه چل کيږي
———


خوب ګورم
دشمال خوا کي دګيډړو،غلو ډلي به روزل کيږي
د تــور سرو عزت په ړڼـا ورځ به اخستل کيــږي
پوښتنه نښته پوښتنـه  به د چا نه  نه کیـــږي
خلکو تعبير يي تاسي وکړي چه څه چل کيږي
————


خوب ګورم
د پښتونخوادشتوغرونو نه د اور لمبي دي اوچتيږي
قـهرمان اولس دي چه بي دفاع بيګناه به مړيږي
ښنواري او  اپريدي پـــه  خــوب کــي ويـــده دي
عزيزانـــــو دغـه ليدلي حال ته مــي زړه زوريــږي
———-


خوب کورم
د زنځير ونو  غږونه په غوژو کي مي اوريدل کيړي
د وحشت زنځيرونه په پښو کي مي اچول کيږي
خوب ګورم چه د حق او باطل په تله کي پروت يم
خلکو تعبير يي وکړي چه په داود به څه چل کيړي