کور / سياسي / يوازي اشرف غني طرح او پلان لري

يوازي اشرف غني طرح او پلان لري

څرنګه چي انتخاباتو ته فقط څو ورځي پاتي دی، نو ځکه انتخاباتي کمپېن هم زور اخیستی دی. زه باور لرم چي پدې انتخاباتو کي دځوان نسل مسولیت او ونډه تر بل هر چا زیاته ده. همدا راز، ددې انتخاباتو تاثیر به هم د ځوانانو پر برخلیک او ژوند باندي تر ټول زیات وي. څرنګه چي پدې تېرو اتو کلونو کي، د حامدکرزي حکومت ټولو افغانانو ته په خاصه ټوګه او په تېره بیا ځوانانو ته هيڅ دخیر کار ندی کړی، نو بنا افغان ځوان نسل مجبور او مکلف دی چي اوسنی فاسد او ملی ضد حکومت ختم او ښخ کړي. ځکه په بل صورت کي به د افغانستان دځوان نسل ټولي هیلي او غوښتنی د خاورو سره سمي سي. تر بل هر چا به ځوانان زیانمن او تاواني سی. ناهیلي، کرکه، او جنګونه به لا زیات سي، او پوره پنځه کاله نور به دحامد کرزي په مشرۍ د ډاکوګانو، جنګسالارانو، او فیشني غلو لپاره د ملي شمتنیو د لوټ او تالان فرصت لا برابر سي. دا ځل به هغوی پوهېږي چي بیا چانس نلری، او دملک ټول ثروت، عزت، او نوم او نښان به لیلام کړي. د حامد کرزي حکومت په هر لحاظ ملی ضد، خاین، او غل دی. نو بنا، ددې ناشولټه او شډل حکومت ختمول پکار دي. پدې اونۍ کي، د درې واړو رپوټونو لنډیز لولئ.


د ټایم مجله اګسټ پر ۱۳ مه لیکي محمد شفیق پوپل د حامد کرزي تر ټولو خطرناکه مخالف دی. خو هغه نه قومی مشر، نه جنګسالار، او نه هم د جمهوری ریاست کاندید دی. ښاغلی پوپل دیرش کلن دی او د افغانستان د ځوانانو د یوې ډلي مشر دی. د ځوانانو پدې ډله کي قوم، مذهب، او سیمه مطرح مسایل ندی، بلکي د دوی اصلي هدف د ازادۍ، دیموکراسۍ، او قانون د حاکمیت خورول دي. مګر د ښاغلي پوپل او د هغه د ۳۲۰۰۰ ځوانو ملګرو اني او سمدستي هدف د حامد کرزي ماتول او پسي اخیستل دي، ځکه هغوی باور لري چي د حامد کرزي حکومت د افغانانو لپاره ډېر خطرناکه دی. هغه وايي اوسنی حکومت د ځوانانو په ارزښتونو او هیلو باندي نه پوهېږي، او دا حالت باید بدل سي. د کابل پوهنتون يوه محصله وايي، ( په پوهنتون کي پر سیاست باندي ډیري خبري کېږي. اکثره محصلین به رايه ورکړي، خو حامد کرزي ته به رایه ور نه کړي، ځکه عام درک دا دی چي هغه د ځوانانو لپاره هيځ ندي کړي.)


ټایم مجله لیکي د افغانستان د نفوس ۷۰ فیصده تر دیرشو کالو کښته عمرونه لري. د راجستر سویو خلکو له جملې څخه چي جمعا ۱۷ میلونه کېږي قریب ۱۰ میلونه ځوانان دي. افغاني ځوانان د انټرنیټ او ټیلویزيون سره اشنايي لري، او پاک او سالم حکومت غواړي. د حامد کرزي حکومت سراسر فاسد، لټ، اومطلق بېخبره دی. اکثره افغان ځوانان باور لري چي حامد کرزی د جنګسالارانو ، ډاکوګانو، او فیشني غلو انتخاب دی، نه د بااستعداده، تحصیل یافته، او منورو ځوانانو.


د افغانستان په اوسني انتخاباتو کي ګڼ شمېر کاندیدانو برخه اخیستې ده. د عامه افکارو وروستۍ رسمي سروې ښيي چي حامد کرزی تر خپلو رقیبانو مخته دی، خو بې طرفه سروې ګاني ښیي چي ښاغلي اشرف غني په چټکي سره مخته ځي. د ښاغلي پوپل د ډلي انتخاب اشرف غني دی، ځکه د هغه په سیاسي پلټفورم کي ښایسته سالاري، لیاقت، د نویو کارونو خلقول، دمکتوبو او پوهنتونونو عصري کول، او افغانستان د يویشتمي پېړۍ په روان کاروان کي ور ګډول شامل دي. محمد شفیق پوپل وايي،( ډېری کاندیدان د ځوانان په باب خبري کوي، خو یوازي اشرف غني د هغوی لپاره پروګرام او طرح لري.)


د ټایم مجله لیکي طالبان قریب ۷۰ فیصده خاوره کي دایمي حضور لري. سږکال جنګونه د بل هر کال په پرتله زیات او مرګاني سوي دي. یوازي د جولای په میاشت کي ۷۶ ایتلافی عسکر د مرګ ګوله سول. همدا وجه ده چي راتلونکي انتخابات ډېر زیات اهمیت لري.


عصمت الله کوهسار ۲۴ کلن هزاره ځوان دی او د هند په بنګلور کي يې تحصیل کړی دی. هغه روانه او سلیسه انګلیسی وايي. هغه وايي،( کله چي وطن ته راستون سوم، یوه وزارت ته مي د کار لپاره غوښتنلیک ډک کړ. خو هغه مامور چي زما سره مرکه کوله، زه تر هغه ډېر پوهېدم. او ما باید د هغه تر لاس لاندي کار کړی وای. خو هغه زه رد کړم. ) همدا کانه په نورو با استعداده ځوانانو هم سوېده. هر کال په زرهاوو ځوانان له پوهنتونونو څخه راوځي، خو کار نه سي میندلای، ځکه په حکومت کي عالي رتبه مامورین مسلکي خلک ندی، هغوي له تحصیل یافته ځوانانو څخه ډار او کرکه لري. همدا سبب دی چي زیاتره ځوانان له ملکه وځي. د اپریل په میاشت کي ۶۲ افغان ځوانان په کانتینرو کي مړه سول. هغوی غوښتل چي ایران ته د مزدورۍ او خوارۍ لپاره ولاړ سي.


د ټایم مجله لیکي په افغانستان کي د طالبانو عام تعریف (بېکاره ځوانان ) دي. د ۱۹۹۰ په کلونو کي، طالبانو هغه وخت زور واخیست چي دمجاهدینو حکومت په دروان کي مطلقه انارشی حاکمه وه. نن سبا، افغان ځوانان فکر کوي چي اوسنی حکومت د دوی غوښتنو ته هيڅ توجه نه کوي. ښاغلی کوهسار وايي، (کله چي تاسو په عادي ژوند کي هیځ ونلری، تاسو مجبور یاست چي بل ځای پسي وګورئ.)


ددغي ادعا ښه مثال ۲۱ کلن شفیق شاه دی. هغه غوښتل چي خپل موټر بم وچاودی، خو بم ونه چاود، او هغه ونیول سو. شفیق شاه اوس د پلچرخي په محبس کي دی. مګر وروسته له څو میاشتو څخه کوټه کلپه سو، ځکه هغه دننه په محبس کي نور ځوانان دطالبانو لپاره جذبول. هغه زیرک، هوښیار ، او د اوسنی حکومت ړنګولو ته متعهد دی. هغه وايي که څه هم اوسنی حکومت اسلامی ندی، خو قهر او مخالفت یې د عدالت څرګند نه شته والی راپارولی دی. هغه وایي، (افغانستان یوه داسی ټولنه نده چي په ږیره خلک پر ماشومانو باندي جنسی تېری کوی، خو د حامد کرزي له بدشامته ازاد او خوشحاله ګرځي،او خپلي چړچې او مېلې کوي. د طالبانو په دوران کي، کله چي به غل ونیول سو، هغه وژل کېده.)


 دغه راز، د نيویارک ټایمز اخبار د اګست پر ۱۴ مه لیکي اشرف غني د جمهوري ریاست انتخاباتو ته شکل او جهت ورکوي. هغه د تیلویزیون، انټرنیټ،داوطلب محلصینو، او قومي او عنعنوي مشرانو په مټ غواړي چي ځوانان، ښځي، او د هېواد د بېشماره بېکارانو او غربیبانو لښکري منظمی کړی. که څه هم په ګرده هېواد کي د اشرف غني د ملاتړ معلومول ګران کار دی، خو هغه پر اساسي مسایلو باندي خبري او بحث کوي. هغه افغانان فکر او سوچ ته رابلي.


نیویارک ټایمز لیکي د مناظرې څخه را وروسته، د محصلینو په زرهاوو داوطلبان، پروفسوران، استادان، او ملی تجار د هغه کمپ ته داخل سويدي. هغه په څو ژبو خبري کوي. اشرف غني په ۲۰۰۴ کي د حامد کرزي له بدمدیریت، رشوت، او خویشخورۍ له وجي له حکومت څخه جلا سو. نن سبا،اشرف غني د حامد کرزي تر ټولو نورو مخالفانو وتلی او مخکښ نقاد او مخالف دی. هغه څو ځله دحامد کرزي سره د ګډ کار روغه جوړه دره کړې ده، او دهغه حکومت يې د افغانستان د بدمرغيو اصلي عامل بللی دی.


هغه غواړي چي په ا فغانستان کي د ښځو لپاره ځانګړي پوهنتونونو جوړ کړي څو افغاني مېرمني په ارام خاطر خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ځکه د ډېرو محصلینو لپاره په پوهتنونونو کي ځای نسته. اشرف غني د يو میلون نویو کارونو د خلقولو او یو میلون نویو کورونو د جوړولو ژمنه کوي. هغه وايي د حامد کرزي ټوله کابینه باید د پلچرخي په زندان کي وي. هغه غواړي چي په بګرام کي د امریکا محبس په دریو کالو کي وتړلي. هغه د افغانانو د وینو د تویېدو بندول غواړي.


اشرف غني وايي پدې وروستیو ۱۸ میاشتو کي یې له یو لکو افغانانو سره کتلي دي. هغه زیاتوي، (دا زما په ژوند کي تر ټولو لوی سمینار وو، او زه پکي یوازنی شاګرد وم. زه له خپلو خلکو سره اورګانیک تړاو لرم، ځکه زه هغوی ته غوږ نیسم.)


ښاغلي اشرف غني وايي، (په شمال کي پښتانه پر خپلو حالاتو باندی غور کوي، او زه ګومان کوم چي هغوی به دا ځل کرزی خوشي کوي.) هغه وايي د انتخاباتو د رارسېدو سره سم به زیات خلک دده کمپ ته ور واوړي.


په همدې لړ کي، د واشنګټن پوسټ ورڅپاڼه د اګسټ پر ۱۵ مه لیکي اشرف غني د افغانستان په کاندیدانو کي د اداري فساد او بډو د مخنیوی لپاره پراخ او جامع پلان لري. هغه وايي د حامد کرزي په حکومت کي رشوت او فساد لکه ناسور ټوله جامعه تباه کوي. اشرف غني وايي که چیری انتخاب سي، هغه به له ۳۰۰۰ مامورینو څخه وغواړی چي خپله شتمني افشا اوثبت کړي. هغه به له عامو خلکو څخه د حکومتی مامورینو د کار او فعالیت په اړه پوښتنی وکړي.


هغه غواړي چي په پنځو کالو کي ۵۰ فیصده حکومتي کارونه هغو ځوانانو ته وسپارل سي چي تر دیرشو کالو کم عمر لري کوم چي نن ورځ د افغانستان اکثریت تشکیلوي. هغه غواړي چي په حکومت کي د خویشخورۍ او قوم پالني مخه ونیسي.


د واشنګټن پوسټ اخبار لیکي په افغانستان کي يو امریکايي مامور وايي، (اشرف غني د اوسنیو ستونزو د حلولولپاره پوره او کامله طرحه لري، خو د عامه افغانانو په مینځ کي یې کمپېن کمزوری دی.) اشرف غني دا ادعا ردوي. هغه وايي، (غرب يوازي زما هغه اړخ ویني چي دوی ورسره اشنا دي. زه له هغوی سره په ا نګلیسي ژبه خبري کوم، خو که چیري په پښتو خبری ور سره کړم، هغوی په ما نه پوهېږي. مګر کله چي زه په پښتو او دري خبري کوم، افغانان په ما پوهېږي او ما خپل ګڼي.)


اشرف غني د عامه افکارو وروستۍ سروې ردوي. هغه وايي ټولي سروې ګاني تر مناظرو پخوا اخیستل سوي دي. د هغه دواړه رقیبان — حامد کرزی او عبدالله— له تیلویزیوني مناظرې څخه وتیښتېدل. هغه وايي دواړه کاندیدان د انتخاباتي اعلاناتو تر شا پټ سوي دي. هغه وايي د هر ولایت لپاره دقیق او کامل پلان لري. هغه زیاتوي، (زما لپاره حکومت د پیسو د پیداکولو منبع نده، بلکي د خدمت او کار ځای دی.)