کور / ترخې خبري / آشنا ځي- نخښې پرېږدي!!

آشنا ځي- نخښې پرېږدي!!

 ولسمشر کرزي صاحب ته دې الله تعالی انصاف ورکړي- د خپلې ټاکنيزې سيالۍ او راتلونکي واکمنۍ له پاره يې داسې يوه ټلواله يا ډله جوړه کړه چې د بنده ورته له سره عقل تښتي. مارشال صاحب فهيم، خليلي صاحب، محقق صاحب، دوستم صاحب، سياف صاحب، حاجي صاحب دين محمد، احدي صاحب او نور. ماشآء الله ټول د کار لوښي دي!!
کرزي صاحب نه دی، سم دم د چا خبره ټولکمال دی. ټولې ډلې ټپلې يې ټوټه ټوټه کړې. د متحدې جبهې يوه برخه له کرزي صاحب سره، بله يې له ډاکټر عبد الله سره- د دوستم يوه برخه له کرزي او بله يې له عبد الله سره- د حاجي دين محمد کورنۍ نيمه له کرزي صاحب سره او نيمه نوره له عبد الله سره- د افغان ملت خو مه کوه پوښتنه- هغه خو يې بېخي څپک څپک کړ. يوازې هزاره خويندې وروڼه لږ هوښيار دي- ښکاره د کرزي له پاره نارې وهي او رأيه يې پرېکړه کړې چې ښاغلي رمضان بشردوست ته به ورکوي.
خير، دا خو به کېږي. ځکه چې کرزی صاحب بيا ولسمشرۍ ته کانديد دی او د ولسمشرې له پاره خو به دی مجبور وي چې د دغو ډلو ټپلو هره ناړامه په ورين تندي ومني. ځکه چې خوارکی نه کوم منظم ګوند لري او نه کوم ژمن او مخلص ملګري. دا چې له دغو نازپروريو به سبا څه جوړېږي، پر هغه يې د کرزي صاحب او د هغه د ډالري ملګريو څه کار نشته- د دوی فقط قدرت په کار دی، که د ارګ تر محدودې پورې منحصر هم وي، څه باک يې نشته! څه شی چې جوت دی، هغه بحران دی.
وروستي انګشافات هم پر دغه بحران د تائيد او تصديق مهر لګوي. د دوستم ډلې ووړمه ورځ په جوزجان کې د چا خبره يو پرتمين مارش وکړ. دوی ښاغلي کرزي ته پښې ودربولې چې که د ټاکنو تر ورځې پورې د دوی محبوب مشر، د حضرت صبغت الله خان مجددي په وينا، حضرت خالد بن وليد، يعنې جنرال صاحب دوستم په ابرو او عزت افغانستان ته را نه ولي نو دوی به کرزي ته يوه رأيه هم ورنه کړي- حتی د ټاکنو د تحريمولو ګواښ يې وکړ.
دغه راز، بېګانی خبر دا دی چې د پنجشېر د خلکو عالي شورا پرون د جنرال صاحب دين محمد جرأت په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې دوی به په راتلونکيو ټاکنو کې د ښاغلي کرزي ملاتړ هغه مهال کوي چې د دوی ځينې شرطونه ومني- د دوی شرطونه دا دي چې کرزی صاحب به:
 په افغانيو کې د مرحوم احمد شاه مسعود تصوير چاپوي؛
 د مرحوم احمد شاه مسعود د بنسټ او د هغه د کليزو او نورو غونډو د لګښت له پاره د دولت بودجه کې ځانګړی تخصيص ورکوي؛
 د پنجشېر ولايت ته خاصه توجه کوي؛ او
 د پنجشېر والي به د دوی په خوښه ټاکي….
راشئ که تودېږئ عزيزانو!
کرزی صاحب مسکين اوس د خپلو نازپرورو له لاسه په قدم قدم کې له ټول ملت سره مخامخ کېږي. يوې خوا ته که ګوري پاڼ دی او بلې خوا ته که ګوري پړانګ! که د جرأت صاحب فرمايشونو ته غاړه ږدي نو ولس ته به يې خدای مه کړه مخ تورېږي او که د ولس خيال ساتي نو پنچشيري سرداران به ځنې مخ اړوي چې دا د کرزي صاحب له پاره ډېره لويه ټريجيډي ده. او د دوستم په قضيه کې خو فکر کوم چې کرزی صاحب له خپل لوی ولي نعمت اوباما سره مخامخېږي. ځکه هغوی امر کړی- بلکې تحقيقاتي ډله يې ګومارلې چې د ليلي دښتې ډله ييزې وژنې وڅېړي. نو پوښتنه دا ده چې کرزی صاحب به د دوستم شفاعت د څه له پاره کوي؟ د دې له پاره چې جنبشيان ورته رأيه ورکړي او که د دې له پاره چې له امريکايي تحقيقاتي ډلې سره به د ډله ييزو وژنو په برخه کې همکاري کوي؟!
راتلونکې درې څلور ورځې ډېرې مهمې دي. ګومان کوم چې د سياسي انکشافاتو دغه وړ ځينې نورې نادرې نمونې هم مخې ته راشي.
خو افغان ملت دې ويښ او هوښيار وي. په خپله دې د ځان غم وخوري. د سولې او سلم لار دې ولټوي. د سولې او سلم لار د عادلانه نظام لار ده او د عادلانه نظام پر لار د تلو پخه اراده فکر کوم چې ډاکټر اشرف غني احمدزي کړې ده. نو راځئ چې ټول په ګډه ښاغلي غني ته رأيه ورکړو. له کرزي صاحب نه لکه چې بند اوبو وړی وي- متل دی، وايي: آشنا ځي، نخښې پرېږدي!  نخښې يې همدغه انکشافات دي چې پاس يې يادونه وشوه او په راتلونکي کې د ښو زېری له بده مرغه نه لري.

تبصره نسته

  1. د مازديګر ځانمرګي بريد حامد کرزي د هلمنده منع کړ

    په ښار کي ډيري ګرمي اوازې وې چي ښاغلي ولسمشر حامد کرزى به همت وکړي او په وينو ککړ هلمند ته به راسي .

    خو د جمعې په مازديګر چې کله د ملي اردو د قرار ګا ه مخ ته ځانمرګي بريد دري عام وګړي او دوه د ملي اوردو سر تيري ټپيان کړل نو د حامد کرزي سفر هم پاته شو

    دلته سوال دا پيدا کيږي چې ايا حامد کرزي د هلمند په چار واکو باوري ندې چې امنيت به يې خوندي نکړاي شي که څنګه ؟ ځکه چې د سهار د شپږو نيمو بجو نه بيا تر لسو بجو پورې په ډلو ډلو خلک د ډول او وطني موسيقي زوږ د لښکر ګاه په زړه کې د کرزي سټيډيوم په لور ګر ځول . خلک لا په تمه دي چي کزي به را شي خود کرزي راتګ يواځي په ټليفوني خبرو بدل شو.

    په دې ورو ستيو کې دا دکرزي دوهم لوي درواغ وو چې خپل اولس ته يې وايي کرزي هلمند ته نه را تلي يواځې دنوموړي ټيټکيو سورمخو مسؤلينو د هلمنديانو سره دا يو چل وکړ ،کرزى بل ډول دوى ته دکمپاين او جيب له پاره شايد ډيري پيسي ور نکړي نو يې هم دا اوازه ګډه کړله چې کرزي هلمند ته راځې!؟ هغه وو چې د رسينو په کمرو کې خلک ډير راڅرګند شول دلته نو ولسمشر د خلکو تر انتقاد او بي باورۍ لاندې راځي .

    دوهمه خبره داوه چې ولسمشر د رسنيو له لارې په لومړيو کې وويل چې دي لس زره ډالر د کمپاين لپاره لري ، خودلږو ور ځو په تيردو سره داڅرګنده شوه چې ښاغلي کرزي او دده وخواخوږي (۸۵) ميلو نه پيسي مصرف کړي دي

    نن ور ځ د عام ولس په وړاندې ډيره سخته وه ، ولې چې دولتي ادراې ټولې تړل شوي دي خلک ښار ته نشوه تلاي ګام په ګام تلاشۍ وې، ځکه د افغانستان د لومړۍ دورې ولسمشر نا ارامه ولايت هلمند ته سر ور ښکاره کوې، د ښاغلي استقبال ته دولتې او غير دولتې خورا زيات کسان ولاړ ول، خو يو شمير نور لا نه وو خبر چې دلته د کوم خان كټوه باندې ده چې دا سي په ډلو ډلو خلک سره ديخوا هاخوا کيږي، دوي وايې عسکر هم ځواب نه ور کوي چې نن په کرزي سټيډيو م کې څه روان دي، ۴۵ کلن ګل احمد داسې وايي

    (( نن را غلې وم د حج دعرضې کار مې وو غوښتل مې چې خلاص يې کړم خو نه ولايت ته لار شته او نه هم څوک سر را خلاصوې چې پيښه څه ده يووا ځې دا وايې چې رخصتي ده او موږ ته داسې معلوميږي چې د والي يا د بل لوړ پوړي د زوي د واده مراسم به وي))

    شايد نوموړي پورته خبره په دې دليل کړې وې چې خواوشا واټونو د پښتو موسقي او ډهل درزولو نيولي وو .

    په هلمند کې د کرزي د کمپاين د مسوول ورور او د هلمند پخواني والي او د قاچاقبرو ستر رهبر ملا شير محمد اخند زاده او ور سره اغلې نسيمه نيازۍ دي چې په هلمند کې د افغانستان د ولسمشر او دوهم ځل کانديد حامد کرزي لپاره په سر خاوري بادوي او سرې مځکي شکوي.

    دزيري خبره خو دښآغلي کرزي له پاره داده چي په هلمند کي يو شمير نه شرميدونکي کسان چي لاتراوسه دخلګو نماينده ګان اوددولتي ادارو ريسان دي ناري وي ((کرزيه مونږ له تاسره يوو))

    دځوانانو مدير، د ټرانسپورټ ريس،دهلمند دوالي مرستيال ،دنشه يي توکو محترم نوى ريس جانګل خان، د اطلاعاتو او کلتور ښاغلي او خولور ريس مظلوميار يا په اصطلاح دکرزي يار هغه کسان وه چي زه يي په دي کمپايني غونډه کي په ليدو شرميدم.

    مګر تاسو وګورى په هلمند کي ژورنالستانو هم مړې سترګي نيولي دي :ولي دخداى لپاره ګرانو ژورنالستانو داسي واقيعتونه نه واياست ،زمونږ شرميږو چي يو کس دي دومره درياست چوکي کمزورى کړى وي چي دسور مخي ملا امير مخي ته لنډى لنډى کيږي.

    دبلي خوا دې لا دلته مبارک شه ! خبريم او ليدلي مي دي چي په هلمند کي دټاکنو او انتخاباتو دخپلواک کميسون محترم چشمکي ريس هم قاچاقبر کرزي ته په سپينو سترګو او پښتني غرور باندي کرزي ته کمپاين کوي.دانتخا با تو دخپلواک کميسون محترم ريس جانه! څه اړي لري،ايا ته هم لڼدي او کرزي رانيولى يي؟

    ته هم افغان يي،پښتني مور راوړى يي ، تاسو هم رسنيو ته واياست چي هيڅ ډول تقلب به دټاکنو په دربار کي ونه سي.

    زه خبر يم چي له تاسو سره ځيني کسانو په دي اړه خبري هم کړي وي او له تاسو سره يي سترګي هم سري کړي وي چي ريس جانه مه کوه !داکار مه کوه چي ته کرزي ته کمپاين کوي!

    راځم ښاغلي ملا شيرمحمد اخند ته !

    ښاغلې! تاسو په دي غونډو کي ولي داسي واياست چي دهلمند دخلګو حق غواړو ،ولي داسي نه وايي چي دهلمند د در په دره اولس حق غواړم وپلورم ،ايا هغه کرزي ته چي نه يوازي يي په تير و پنځه کلونو کي په هلمندکي ….. نه د ى وهلي بلکي انګريزان يي دنشه يي توکو په درېيم نړيوال سيمينار کي چي په کابل کي جوړ شوى وو سخت ودردول او د ګريشک او حيدر اباد دمظلومو خلګو ،ماشومانو او ښځو دوينو دبهيولو ته وتخنول :ورته يي وويل ((جاى که قواى انګلس استند آًن جا دولت ما و پوليس ما زير فشا ر قراردارد))

    کرزى صاحب هدف دي دانه وو چي ورسئ بمبارد يي کړي مه يي ګوري چي نر دى او که ښځه ؟يعني دپوليسو او دولتي کسانو مرسته وکړي مګر دملګيانو ماشومان او ښځي سر او ککرۍ يي له منځه يوړې

    زما په زړه کي ديوه دولتي کارکوونکي په صفت زيات شيان پراته دي مطلب مي دادى که مي خوله خلاصه سوه نو نيم زړه به مي تر حلق راولويږي .
    که چيري زمونږ ددې ليکني لوستونکي سياسي شعور ولري نو دپورته ليکني په اړه دي قضاوت وکړي،او ددې مضمون پاته داغ الفاظ دي خپله ذهني پوره کړي او نتيجې ته دي ځان ورسوي.

    ((جان باز))