کور / z_buitenland_news -- 5 / محمد البرادعي ايران ته ورسېد

محمد البرادعي ايران ته ورسېد

دايټمي پروګرام دكنټرول دنړۍ والي ادارې مشر محمد البرادعي نن جمعه دايران مركز تهران ته ورسېد ، اټكل دى چې ښاغلى برادعي به دايران داټو مي پرګرام په اړه له ايراني چارواكو سره وګوري . نوموړى به دخپلې دوه ورځنۍ دورې په ترڅ كې دايران له ولس مشر محمود احمدي نژاد او دايران دايټومي پرګرام له يوشمېر لوړپوړو چارواكو سره وويني . دا د۲۰۰۶ عيسوكال دمارچ له مياشتش راپه دې خوا دښاغلي البرادعي لومړۍ دوره ده چې ايران ته يې كوي . اټكل كېږي چې ښاغلى البراعدي به له ايراني چارواكو څخه يوځل بيا دايران داټومي پروګرام دڅېړلو غوښتنه وكړي . محمدالبرادعي په داسي حال كې ايران ته صفر كوي چې دامريكا ولسمشر بوش ايسرايلو ته له رسېدو سره سم وويل چې ايران ترهغه وخته دسيمي لپاره خطر دى چې ترڅو يې نړۍ وال پرګرام نه وي درولى.