کور / خبرتیا او پيغامونه / (د ملي ټلويزيون د نړيوالو خپرونو په اړه) دمبارکۍ پيغام

(د ملي ټلويزيون د نړيوالو خپرونو په اړه) دمبارکۍ پيغام

 


(د ملي ټلويزيون دنړيوالو خپرونو په اړه)


د مبارکۍ ، ميني او لورويني  پيغام
             
                                                       


د افغانستان ملي ټلويزيون  دنړيوالو خپرونو پېل  د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د بهر ميشتو افغانانو لپاره د مبارکۍ او سر لوړۍ خبر تيا ده  . په  بهر کي مبشتو هېوادوالو لپاره د ملي  تلويزيون  خپروني د مالوماتو يوه داسي  ډاډمنه کړ کۍ ده چي هم د هېواد څيره پکښي ليدلای شي او هم د هېواد مينه پرې ماتولای شي . په غربت او پردېسۍ کي د هېواد په اړه يوه ډاډمنه خبره هم د پردېسو هېوادوالو زړونو ته توان بخښي ، هېواد نۍ مينه يې لا زياتيږي او د ناهيلۍ له تورو تيارو راوځي . 



سلام فرهنګي ټولنه  او ټول اړوندان يې ، د افغانستان ملي ټلويزيون  مشر ښاغلي داکتر واحد نظري اوپه دې چوپړ کي بوختو  ټولو ملګرو ته يې د مبارکۍ ويلو تر څنګ د لا زياتو بريو هيلي څرګندوي  . د ستر څښتن ( ج ) د دربار ته د دعا لاسونه لپه کوو چي  د نوښتونو دا لړۍ يې همداشان پر له پسې او د وياړونو ډکه وي .


 د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب 


پوهنوال رسول باوري


اسن  —– هلند 2008-01-11