کور / خبرتیا او پيغامونه / ولسمشر ته پرانیستی لیک

ولسمشر ته پرانیستی لیک

ولسمشر جلالتمآب جناب کرزي صاحب ته بلنلیک

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم وعلی آله و اصحابه اجمعین اما بعد

په تیرو دریو لسیزو کې چې په افغانستان کې کوم حکومتونه جوړ شوي که په زور او کودتاګانو وو یا د حل او عقد په مجلسونو ، په لویو جرګو او یا په هغو کنفرانسونو چې له هیواد څخه دباندې دایر شوي ،بد امني او جنګ ور سره ملګري وو .

ملي او بین المللي څیړونکي په دې خبره اتفاق لري چې دا ټول د خاصو طبقو د ګټو د تامین حکومتونه وو نو ځکه د افغانستان ټولو خلکو ته د منلو وړ نه شول . ډېرو خلکو د روم پروسې ته ترجیح ور کوله چې د ملت د بابا ،محمد ظاهر شا تر مشرۍ لاندې لویه جرګه ،چې ټولې پرګنې پکې شاملې وي ،را وبلله شي او د افغانستان له پاره یو پراخ بنسټه حکومت وټاکل شي . خو له بده مرغه د سپتمبر د یوولسمې پیښې وروسته د بن تړون په دې ارمانونو او هلوځلو خاورې واړولې اوداسې بنسټ یې کیښود چې ګڼ شمیر جنایتکاران قدرت ته ورسیدل ،دنیشه یي موادو تولید توسعه پیدا کړه ، مصلحتونو او ډلو ټپلو اداري فساد سل په سلو کې لوړ کړ .

خلکو د دې ډلو د اعمالو خوند لا پخوا څکلی و او د بیا څکلو څخه یې نفرت درلود ،نو ځکه ولس له خپل حکومت سره واټن وساته . نتیجه دا شوه چې ځینو ډلو له دې اوضاع ‍‍څخه ناروا ګټې اوچتې کړې او افغانانو ته یې د جنګ او ناامنۍ لمنه نوره هم ور وغځوله .

نن سبا چې د انتخاباتو په درشل کې یوو ، د وردګو ولس چې د سولې ټغر دی ؛ ولسمشر جلالتمآب جناب کرزي صاحب ته په خورا درناوۍ دعوت ور کوي اوغوښتنه ترې کوي چې دخپلو نړیوالو دوستانو او اسلامي کنفرانس له استازو سره په ګډه د سولې دې ټغر ته تشریف راوړي او زموږ وړاندیزونه چې په لاندې ډول یې عرض کوو ،منظور کړي :

۱) په هیواد کې جنګ دی او په ډېرو سیمو کې امنیت نه شته . په داسې حالت کې د وګړو اکثریت په ټاکنو کې دګډون له حق څخه استفاده نه شي کولی .نو د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راځي . نو موږ هیله کوو چې ټاکنې د څه مودې له پاره وځنډوﺉ .

۲) هغه تور لیست چې په تروریزم کې د ګډون په تور ترتیب شوی په رسمي ډول یې لغوه کړﺉ، چې د دولت مخالفانو ته هم دا زمینه مساعده شي چې د سولې پر دې تغر را سره کښیني

۳) د پښتنو متل دی چې «په زور کلي نه کیږي .»نو ځکه د نورو اْضافي قواو را وستل او را غوښتل ودروﺉ ، ځکه دا کار د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی بلکه نوره یې هم پیچلې کوي .

۴) د سولې او امنیت له ټینګیدو څخه وروسته لویه جرګه را وغواړﺉ چې یو موقتي او مسلکي حکومت وټاکي . دا حکومت به وظیفه ولري چې په یوه ټاکلې موده کې د یوه داسې نظام لارې چارې پیشنهاد کړي چې ټولو او یالږ تر لږه ډیرو افغانانو ته د منلو وړ وي .

د هغې ورځې په هیله چې افغانستان ته دایمي سوله او سوکالي راشي،جلالتمآب ولسمشره خدای دې وکړي چې زموږ دې وړاندیزونو ته خاصه توجه وکړﺉ .

په ډیره درناوۍ