کور / تازه خبرونه / مردان: طوفاني بارانونو سلګونه کورونه وران کړل

مردان: طوفاني بارانونو سلګونه کورونه وران کړل

د پښتونخوا په مردان صوابۍ او شاوخوا سيمو کي د تيري شپې راهيسي بارانونه وريږي چي تراوسه پوري يې د څلور سوه شاوخوا خام کورونه زيات شمېر مځکي او دکانونه وران کړي دي ، په ځينو سيمو کي دا طوفاني بارانونه اوس هم وريږي خو ددولت لخوا له خلکو سره د مرستو څرک نه ترسترګو کيږي ، دولتي منابعو اعلان کړی چي دوی بېړنۍ مرستي چمتو کړي او ژر به د پيښي قربانيانو ته ورسيږي ، سيمه ايزو خيريه ټولنو د لسګونو کسانو ژوند له خطره ژغورلی دی  خو اوس هم په زرګونو ښځي ، زاړه ، ځوانان او ماشومان بې سرپنا تر باران لاندي ناست او د بېړنيو مرستو ترلاسه کېدو په تمه دي .