دوه غزلې دوه کسان

36 | اگست 16th, 2009



ورکه شوه دسر نه مئ سودا به کله کله
څنګ ته چه راتللوخوږاشنابه کله کله


څه ښکلۍ شېبی وې چه مااوتابه کړی
خوږی خوږی خبری ترسبابه کله کله


ورک  به  ټول  غمونه  د  هجران  شو لو
وعده چه د راتک دشوه  رېښتېا به کله کله


خولې به می بدن   شولو ، اوبه  ، به   شوم
په مېنه  چه کتلې  راته تا  به کله   کله


سری لمبی به بلۍ شوی رقېب باندی
قېصی چه مودمېنی  شوی رسوابه کله کله


سل  ځلی  قربان   شم  هر ادا نه  ستا
تا چه په ادا کی کړه خندا به کله کله


زه اجمل په مېنه چه پښتوشعرونه لېکم
مجنون ېم ېادوم خپله لېلا به کله کله   


غزل


 لېلا  د  مېنی ېم  جانانه  مجنون به  دی  کړم
د ځانه ورک  ، زړه  پرېشانه مفتون به دی کړم


د منګرو  زلفو  په دام  کی  راګېره  به   شې
په ېو نظر د مستو  سترګو افسون به دی کړم


د مېنی  باغ  اوبه  کومه  د زړه  په   وېنو
ای د وفا دچمن ګله زرغون  به  دی    کړم


مېنه ېو ځل په ژوندون کېږی  جانانه  زما
اوس دی محال چه د زړګې نه بېرون به دی کړم


پښتنه  پېغله  له  سر تېره د وفا  په   لاره
ولار په ننګ او وفا ېاره پښتون به دی کړم


(کا مله ) ټېنګه  په  وفا يم ،  وفا  غواړم بس
د محبت او مېنی ډک زه ژوندون به دی کړم


که می دېدن درباندی  بند کړو لمبه به شی ته
ډاک د هجران د غمه شېن بېا لړمون به دی کړم
                     

Copyright Larawbar 2007-2024