کور / شعر / فرصت

فرصت

د حسرت په اور مې ټول بدن سوځيږي
پرونی غلام مې ځان بولي بادار
افغانان که سره يو نه شي ورکيږي
دسيسې ورته جوړيږي وار په وار

نن ژړيږمه له غمه دې حالت ته
لر اوبر په پښتنو کيږي ظلمونه
حيران شوی يم انسان انسانيت ته
د اسلام په نامه کيږي سازشونه
چیرې څيرې کړم ګريوان کوم عدالت ته
دي د څه شي منظر دا ولسونه


څوک په نوم د بنسټپالووژل کيږي
څوک په نوم د کمونست شول خوار او زار


بنسټپال له کومه راغلل څه لپاره
چا راوستی وو چې څوک ورباندې مړه کړي
چا تربيه کړل دوی د کوم خلل لپاره
چې په مرګ د پښتنو زړونه ساړه کړي


دغه لوبه ده روانه چل لپاره
پلانونه د پيړيو يې واړه کړل


زوړ ملا زلمی طالب شي څنګه کيږي

څوک چې دين او سياست ګډ ګړي بنيادګر دي
دا زمونږ د وطن خلکو دښمنان دي
دغه غله سړي وژونکي قاتلان دي
دوی د دين لباس کې پټ د بل نوکر دي
دهمدغو بادارانو غلامان دي


څوک چې اوس ورپسې شپه او ورځ ګرځيږي
دا همدوی وو راوستلي په تلوار


خو افسوس چې په دې پوه نه شو پښتون
په هنر ورپکې اچوي نفاق
دی اصلي هدف د دې جګړو بيلتون
که څوک فکر ورته وکاندي خلاق
تورې کرښې ټينګوي ستا په لړمون
شه خبر د استعمار په بد اخلاق


دلته نور ډير پلانونه رسوا کيږي
د افغان ولس يووالی دی پکار


که هدف وي اسامه، اسامه څوک دی
دی د چا په فرمان راغی ناګهانه
که هدف القاعده وي دا کوم توک دی
او له کومه را نازل شولو افغانه
که هدف يې طالبان وي دا کار پوک دی
بيا دې واخلي مالومات له پاکستانه


دغه ټولې ډرامې دي چې چليږي
دواړه خواوې په پښتون کوي ګوزار


ځګه وايم پښتنو ځای د غيرت دی
د خپل ځان وکړۍ تپوس پخپل يووالي
لر او بر په تاسې شوی تجارت دی
په جهان وکړۍ تپوس پخپل يووالي
په دې ډول نور ژوندون د خجالت دی
په هنر چې راولي مونږ کې بيلوالی


پښتانه دي سره ورونه نه بيليږي
ځکه هر غليم لري په زړه کې ډار


پښتنو ژوندون تير کړی په غيرت دی
هيڅ ظالم غليم يې نه شي بيلولی
ير غلګر او استعمار ته يو قوت دی
آزادۍ سبق يې مورغيږ کې لوستلی
دپښتون د ژوند او مرګ همدا شوکت دی
غلامي پخپل ژوندون نه شي منلی



پښتون تل په ننګ غيرت پيژندل کيږي
خدای دې نه کړي پښتنانه په غيرت خوار


پښتانه که سره يو شي لوی قدرت دی
درواغجن ايتلافونه به رسوا شي
افغاني نور ولسونه يي طاقت دی
دپردې شاته چلونه به رسوا شي
دا مې واورۍ ورونو دا زمونږ فرصت دی
سپين لباس کې تور مخونه به رسوا شي



ډاډه اوسه خدمتګاره! دا به کيږي
پښتنو ميدان ګټلی دی هر وار