کور / تازه خبرونه / وردګو کې د کمپاين ۴ موټرسوځول شوي او ۲ سرپ لمنځه وړل شوي

وردګو کې د کمپاين ۴ موټرسوځول شوي او ۲ سرپ لمنځه وړل شوي

عيني شاهدان وايي چې نن له غرمې وروسته يوه بجه دوردګو ولايت سيداباد ولسوالي دسلطان خيلو په سيمه کې داکمالاتي موادو بارکاروان بريد وشو څلورموټر وسځول شول اودوه سرپ موټر لمنځه يوړل شوي .


محمد کمال چې دهمدي سيمي اوسيدونکي دي لراوبر ته وويل چې کاروان دغزني څخه کابل ته راتلو چې په لاره کې وسله والو کسانوپرې بريد وکړ هغه وايي چي په بريد کي يي څلور موټر وليدل چي وسوځول شوي اودوه سرف موټر يي سخت وويشتل .


نوموړي وويل چې پنځ تنه دامنيتي کمپني وسله وال هم وويشتل شول چي بياوروسته يي انتقال کړل دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريدددوي ملګرو کړيدي هغه وايي چې اوه عسکر مو و ژلي اوژوبل کړي شپږ کمپاين موټر مو سوځولي اودسرپ موټر موله منځه وړي دوردګو دولايت يوتن امنيتي جنرال دنوم دنښودلو په شرط وويل چې په بريد خبردي ولي دتلفاتو په اړه يي دقيق معلومات نشته .


دوه ورځې وړاندې هم همدې سيمي ته نيږدي دسالارو په سيمه کې هم دوه ټېلر موټر چه اکمالاتي مواد په کې بار وو سوځول شوي دي .