وسله وال طالبانو له خلکو څخه درايي اچونې کارتونه اخلي

د لراوبر اداره | اگست 16th, 2009


وسله وال طالبان وايي چې دتيرې يوې اونۍ راپديخوايي له خلکو څخه درايې ورکونې دکارتونو راټولونه پيل کړې ده چې تراوسه يي په زرګونو درايي ورکونې کارتونه ترلاسه کړي دي.

دوسله والو طالبانودغه ادعا دغزني ولايت چارواکيو منلې چې په وينا يي د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي څخه وسلوال طالبان کلي په کلي ګرځيدلي او له خلکو څخه د ټولټاکنو کارتونه ټول کړي دي .

دغه کسان وايي چې طالبان له خلکو څخه دغنمو عشر هم راټولوي .

 دګيلان دولسوالۍ يوتن اوسيدونکي چې خپله دده له جيبه يي درايې ورکونې کارت اخيستل وويل چې سهار وختي ددوي کلي ته ٢٠ وسلوال طالبان ورغلل او له دوى يې د ټاکنو کارتونه واخيستل .

 رحيم ګل وايي چې طالبانو په ټولو کليوکې اعلانونه کړي دي اوله ټولو خلکو څخه کارتونه ټولوي.

 دغزني ولايت دولايتي شورا غړو اودامنيه قوماندان هم دغه پېښه منلې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024