کور / تازه خبرونه / عبدالرحیم وردګ : ټاکنې له امنیتي ګواښ سره مخ دي

عبدالرحیم وردګ : ټاکنې له امنیتي ګواښ سره مخ دي

دا خبر د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ چی د یکشنبی پر ورځ په کابل کی دکورنیو چارو له وزیر او د ملی امنیت د رییس سره په هغه ګډه خبری غونډه کی وکړی چی د ټاکنو لپاره د امنیت د ټینګښت په موخه جوړه شوی وه.
پدی غونډه کی ښاغلی وردګ وویل چی د ټاکنو امنیت له ګواښ سره مخامخ دی ځکه چی دوی په افغانستان کی له جګړی سره مخامخ دی. (زموږ ټاکنی داسی مهال کیږی چی موږ له نړیوال توریزم سره په جګړه کی نښتی یونو له همدی امله ددی پړاو ټاکنی د تیر په پرتله به له ګواښونو سره مخامخ دی او د نوری نړۍ له ټاکنو سره توپیر لری او بل پلو موږ له سیاسی، ټولنیزو او امنیتی ستونزو سره مخامخ یو)

ښاغلی وردګ د جمهوری ریاست او ولایتی شوراګانو له کاندیدانو څخه وغوښتل چی وروسته له ټاکنو امنیتی ستونزی را ولاړی نکړی او ملی ګټی په پام کی ونیسی
نوموړی له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل ترڅو د ټاکنو بهیر ګډوډ نکړی او دوی دی هم پدی بهیر کی ګډون وکړی.او د ټاکنو پر مهال افغانی امنیتی ځواکونه له تهاجمی بریدونو څخه ډډه کوی، خو ددې تر څنګ یی دا هم وویل چې طالبان هېڅ ډول انساني کرامت ته درناوي نه لري.

پدی غونډه کی د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل چی دوی د ټاکنو لپاره امنیت نیولی دی، او په کلیو او بانډو کی به امنیت د ټاکنو پر مهال ډیر ټینګ کړی

دا غونډه او د امنیتي چارو د مسولینو ډاډ داسې مهال کیږي چې مخکې یې هم خلکو ته دا ډول ډاډ ورکړي وو خو تېره ورځ د کابل په تر ټولو امنه سیمه کې برید چې له سلو ډیر کسان مړه او ټپیان کړل خلک بې باوره کړل.

په دې غونډه کې د ملی امنیت رییس امرالله صالح وویل چې برید د عاملینو د نیولو لپاره یی هڅې پیل کړي دي.

خو د پروني برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

که څه هم له یوه پلوه دولت طالبان انساني کرامت ته په سپکاوي تورنوي په عین حال کې ترې غواړي چې په ټاکونو کې ګډون وکړي او هم دې په دې ورځ ټاکني نه ګډوډوي، خو له دې واړندې طالبانو خلک ګواښلي چې په روانو ټاکونو کې دې ګډون نه کوي.