کور / تازه خبرونه / احمدزی : د کرزي او عبدالله حکومتونه به بې قانونه وي

احمدزی : د کرزي او عبدالله حکومتونه به بې قانونه وي

د ولسمشرۍ کاندید سرور احمدزي نن یوې غونډې ته وویل چې که حامد کرزی او یا عبدالله عبدالله راتلونکی ولسمشر شی زه به د قانوني لارو چارو له مخې ثابته کړم چې حکومت یې ناقانونه دی او د پرځولو لپاره به یې مټې را ونغاړم.
نوموړي وویل که له دوی دواړو هر یو بریالی شي زه به په نړیواله ټولنه غږ وکړم چې د افغانستان مظلوم اولس غږ دې واوري او زه به له افغان ولس هیله وکړم چې دې جنګسالارانو حکومت دې را وپرځوي.
دوه وویل چې هم د حامد کرزي او هم د عبدالله عبدالله حکومت له خونخورو او وینه څښونکو کسانو څخه جوړ وي.
احمدزي د قسیم فهیم، عبدالله عبدالله، محمد محقق دوستم او یو شمېر نورو نومونه واخیستل او وې ویل چې دا هغه څوک دي چې بې ګنا افغانان یی وژلي دي.
ده وویل له دې دواړو ډلو که هره یوه بریالی شی نو حکومت به د مافیایي، جنګسالارانو او په بشري حقونو د تیري کونکو حکومت وي.