دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه!
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په جلال اباد کې دنړۍ اونيزې خبريال ديو شمير وسله والو ساتونکو له لورې وهل شوې او ګواښنه ورته شويده، دتر لاسه شويو کره معلوماتو له مخې انورالحق يرغل چې دجلال اباد نه خپريدونکې نړۍ اونيزې سره دنده لري ديکشنبې په ورځ په جلال اباد کې دحامد کرزي په پلوۍ جوړه شوې غونډه کې هغه مهال دوسله والو ساتونکو له لورې ونيول شو او په ګواښونو سره دغونډې له ځايه وويستل شو چې دنړۍ خپلواکه اونيزه يې دغونډې پر يو شمير ګدونوالو ويشله ،
دختيزې سيمې دليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه دغه ناوړه عمل په کله غندي او دا دبيان ازادۍ او دغه راز دافغانستان داساسي قانون او مطبوعاتو دقانون پرخلاف عمل بولي او دافغان دولت او دهغه نړيوالو ادارو نه چې دبيان ازادۍ د دودونې لپاره کار کوي په ټينګه غوښتنه کوي چې دا موضوع په جدي ډول وڅيړي او عاملينو ته يې دقانون سره سمه جزا ورکړي .