غزل

36 | اگست 16th, 2009


دنظرڅرک ورباندی وکړه اعتباریی مات کړه
داچی په حسن ده مغروره داخماریی مات کړه


رویباره تاخوپرون لاپی دخانۍ کولی
ورځه ورځه ورباندی ورسه جوړاغیار یی مات کړه


دشنوبنګړوشورچی دیارنه پرته بلڅوک واوري
بس بغاوت کی یی زړګیه شرنهاریی مات کړه


داچی یاربل وطن ته ځی وایی خدای پامان نور
دزړه دتل خبره داوی جوړ کفتاریی مات کړه


زاهده تاخو پرون داویل چی شیخ خپه دی
نن یی پخلاکړه دجامونوشورهاریی مات کړه


داچی په نازنخروستازړه ځوروي یی عزیزی
ورسه نادان یارنه اودغه زشت کردار یی مات کړه

Copyright Larawbar 2007-2024