" /> " /> " /> " /> ورزش : په المپيکي لوبو کښي د ځغستا نوی نړیوال ريکارډ – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / ورزش : په المپيکي لوبو کښي د ځغستا نوی نړیوال ريکارډ video

ورزش : په المپيکي لوبو کښي د ځغستا نوی نړیوال ريکارډ video

دجرمني په مرکز برلین کښي اوساین بواوساین بولټ په ځغستا کښي نړیوال ريکارډ مات کړلټ د ځغستا په نړیواله المپيکي لوبه کښي د سلو مترو فاصله په ۹،۵۸ (ثانیې) وخت وهلو سره نړیوال ريکارډ مات کړ .


۲۳ کلن اوساین بولټ د جمائیکا د هیواد اوسېدونکی دئ چي د نوي ریکارډ ماتولو ترڅنګ يې پخوا د بېجینګ په نړیوال سټډیوم کښي دوه دسرو زرو مډالونه ګټلي او دوه نور نړیوال ریکارډونه مات کړي دي .


په لوبو کښي دامریکا څخه ټایسون ګۍ دوهم مقام او د اوساين بولټ هیوادوال اسافا پاووېل درېېم مقام ترلاسه کړ .


په ۱۹۶۸ ميلادي کال کښي دميکسیکو په نړیوالو المپيکي لوبو کښي جیم حاینز د سلو مترو فاصله په ۹،۰۵ (ثانیې) وخت کښي وهلې وه چي په نتیجه کښي یې هغه وخت نړیوال ریکارډ مات کړئ وو. له هغه څخه پوره ۲۸ کاله وروسته د ډونووېن بايلي په نامه يوه ځوان نوموړې فاصله په ۹،۸۴ (ثانیې) وخت کښي ووهله او نړیوال ريکارډ یې مات کړ خو ددې ريکارډ درېېم ماتوونکی اوساین بولټ دئ چي نوموړی ريکارډ یې د دوولسو میاشتو څخه وروسته مات کړئ دئ په داسي حال کښي چي دډیرو نورو خلګو لپاره ددې ريکارډ ماتول تقریبا ۲۸ کاله وخت نيسي .


اوساین بولټ په ځغستا کښي نړیوال ريکارډ مات کړ


اوساین بولټ په ځغستا کښي نړیوال ريکارډ مات کړ