کور / شعر / مات زړګيه

مات زړګيه

نن دې ولې مات زړګيه
نازک خيال درنه مات شوی
سمندرکې دې د مينې
څپو هار درنه مات شوی
ستا دې مينې بيړۍ ډوبه
نوح دې ورک در نه څپو کې
د تکل لارې دې ورکې
د ارمان زړه دې مات شوی
په معراج کې درته جوړې
پرښتو د دعا توري
بلالي رانجه يې اوښکو ته
حجاب د ثواب شوی
نن دا ولې مات زړګيه؟
جوړ محشر په کايناتو کې
په وير ستا د زړګي دی
د اسمان په شنه لمنه
د لمبو بوستان جوړ شوی
د شغلو هنداره ماته
وړانګې غشي د لمبو شوې
ستورو ګډې کړلې غيږې
د عدم په پلوشو کې
دا نن ولې مات زړګيه؟
د اسمان د قهر تندر
د سپوږمۍ په مراندو پريوت
څه ذرې زرينې پرخې
د کيږدۍ د زړه ټوټې شوې
څنګه ماتې نن سلګۍ شوې
څنګه ماتې تلوسې شوې
نن دې ولې مات زړګيه؟
د زړګي په يوه کريغه
په اسمان څريکې خورې شوې
زړونه واړه ټوکيدلي
ګوګلونه بې اسرې شول
دا نو ولې مات زړګيه؟
دا کافر د مينې بوټي
نن قيامت درباندې جوړ دی
د مومن زړه په کعبه کې
دې کافر پلۍ پلۍ دی
دا نو ولې ای زړګيه؟
د ادم اولاد يې تا ته
جوړ معبود د عشق په کور کړ
په سجدو کې درته زغره
د باور او ارادې شوه
څنګ دې مات نن اسويلي شوه
څنګه مات دي هوسونه
نهيلۍ د هرې لوري
ځوانيمرګې دې اسرې شوې
نن دې ولې مات زړګيه ؟
داسې ماتې ارادې شوې
نن دې ولې مات زړګيه؟
د ارمان ماتې شيشې شوې
نن دې ولې مات زړګيه
داسې ماتې ارادې شوې…؟؟؟