کور / شعر / ترانه

ترانه

ژبه مي

دپښتو ژبه خوږه، زموږ په سرو کي ده
ګرانه که اسانه ،لکه ګل مي په باغچو کي ده

مور راته ویلې د خوبونو په زانګو کي ده
خوږه خوږه مې ازانګه ئي په غوږو کي ده

اوس ده راسره،زما په وینو په رګو کي ده
تربلي هري ژبي راته تېره په مغزو کي ده

مور مي دغه ژبه، راکړې په شیدو کي ده
خوږه خوږه مي ازانګه ئي په غوږو کي ده

په خندا ژړا مي، زده کړې وړکتونو کي ده
ښوونکو یاده کړې ، راته په ښوونځو کي ده

اورېدلې مې پښتو بدله په زانګو کي ده
خوږه خوږه مې ازانګه ئي په غوږو کي ده

دا به ساتم پراخه بې کړم چې په مغزو کي ده
په ښه ځواک کي دقلم، په کتابو کي ده

دا ژبه چې مي او رې، په کليو په بانډو کي ده
خوږه خوږه مي ازانګه ئي په غوږو کي ده