کور / خبرتیا او پيغامونه / ويانا : د هیواد خپلواکۍ د ورځي جشن او لمانځنه

ويانا : د هیواد خپلواکۍ د ورځي جشن او لمانځنه

په اتریش کی د افغانانو د انتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا) په نظر کی لري چۍ د هیواد د خپلواکۍ نوییم (۹۰) کالیزه د اګست د میاشتی په ۲۲ مه د شنبی د ورځۍ د ماسپښین له دوه و بجو نه د مازیګر تر څلورو بجو پوری د ویانا د ښار د نهمی ناحیی د جشنونو په صالون کی د میشتو افغانانو په ګډون ونمانځي.

 پدی بختور جشن کی د هیواد د خپلواکۍ په باره کی د مقالو او شعرونو د لوستو سربیره ملی اټن او نور په زړه پورۍ کلتوري پروګرامونو ته هم ځای ورکړ شویدې.


په ویانا او د اتریش په نورو ښارو کی زموږ ګران هیوادوالو ته بلنه ورکړ کیږي چی پدی پرتمین چشن کی پخپل ګډون سره دا ملی جشن نور هم تود کړي.

 پته : Währinger Straße 43
 1090 Wien

په درناوي

د ګیکا ټولنه

 A-1210 Wien, Mühlweg 4 Tel.: 0676 34 34 890 e-ar.malyar@gmail.com


 (G I K A)  Gesellschaft für Integration und Kultur der Afghanen in Österreich