کور / تازه خبرونه / تازه خبر : د کابل په هود خیلو کښي ځانمرګی برید وشو

تازه خبر : د کابل په هود خیلو کښي ځانمرګی برید وشو

شیبه وړاندی د کابل ولایت په هود خیلو سیمه کی ځانمرګی برید شوی چی په ترڅ کی یی پنځه نته وژلی او له شلو ډیر ټپیان دی،

عینی شاهدان وایی چی برید د هود خیلو په سمیه کی د یو صرف ډوله موټر په واسطه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان شوی دی.

چی ملکی خلکو ته یی پکی مرګ ژوبله اړولی ده، خو تر اوسه پوری په برید کی د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته او نه دا څرګنده ده چی دغه ځواکونه په کوم هیواد پوری اړه لری.

همدا ډول د انتخاباتی کمپاین له دریدو څو ساعته وروسته او نن سهار شاوخوا څلور بجی جمهوری ریاست ته نږدی دوه توغندی لګیدلی دی، چی د ځانی او مالیی زیان په اړه معلومات ندی ورکړل شوی.

همدا رنګه په ننګرکی د توغندیو د لګیلدلو رپوټه را رسیدلی دی چی په ترڅ کی یی د لسو په شاوخوا کی ملکی خلک ټپیان شوی دی.

د یادونی ده چی دا بریدو داسی مهال کیږی چی د جمهوری ریاست او ولایتی شورا ګانو ټاکنو ته یواځی یوه ورځ تر مینځ پاتی ده.اوامنیتی چارواکوپه وار وار خلکو ته ډاډ ورکړی چی دټاکنو پر مهال به امنیتی تدابیر ټینګوی.

په کابل ښار باندی پدی وروستیو کی د توغندیو بریدونه ډیر شوی دی چی دا خپله د امنیتی ځواکونو لخوا امنیتی تدبیرونو نیول تر پوښتنی لاندی راولی.