کور / تازه خبرونه / حزب اسلامي : په انتخاباتو کار نه لرو خو پوځي اهداف به په نښه کړو

حزب اسلامي : په انتخاباتو کار نه لرو خو پوځي اهداف به په نښه کړو

کابل : د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د یوې اعلامیې په خپرلو سره د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو یوه ډرامه بللې او هغه یې غندلي دي.

حزب اسلامي په یوې تازه اعلامیې کې ویلي دي، چې د دوی وسلوال کسان به د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو پر مرکزونو کار ونه لري خو مشخص نظامي اهداف به چې دوی پلان کړي دي، په نښه کړي.

په اعلامیې کې له عامو خلکو غوښتل شوي دي، چې پوځي مرکزونو ته ور نږدې نشي که نه نو د زیان مسئولیت به یې په خپله غاړه وي.

حزب اسلامي همداراز په دغې اعلامیې کې په افغانستان کې له خپلو کسانو غوښتي چې له رایې ورکولو او له انتخاباتو سره له هر ډول همکارۍ څخه ډډه وکړي.