کور / تازه خبرونه / په ځانمرګي برید کي دوژل سویو او ټپیانو شمېره مخ پر زیاتېدو ده

په ځانمرګي برید کي دوژل سویو او ټپیانو شمېره مخ پر زیاتېدو ده

د عامی روغتیا وزارت چارواکی وایی چی د ننی ځانمرګی برید د وژلو او ټپیانو شمیر له پنځو زیات شوی دی.

د عامی روغتیا وزارت ویاند ډاکټر فرید رائد لر او بر ته وویل چی پدی ځانمرګی کی اوه تنه ملکی وګړی وژل شوی او دوه پنځوس نور ټپیان دی.نوموړی وژل شوی او ټپیان ملکی وګړی په ګوته کوی.

دسه شنبی غرمه مهال د کابل او جلال اباد په لویه لاره ځانمرګی برید وشو چی په پایله کی یی ملکی وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولی ده.

ښاغلی رايد وایی چی ټپیان یی د داودخان په څلور سوه بستریز او محمد وزیر اکبر خان روغتونونو کی تر درملنی لاندی دی.

دا برید داسی مهال کیږی چی ټاکنو ته د ساعتونو پر شمار وخت پاتی.