کور / تازه خبرونه / د پښتو ژبې تګړه لیکوال او استاد سعدالدین شپون استعفی ورکړه

د پښتو ژبې تګړه لیکوال او استاد سعدالدین شپون استعفی ورکړه

استاد سعدالدین شپون چې له تېرو اتو میاشتو را هیسې په واشنګټن کې کلتوري اتشه و، وایی چې پرون یې خپله استعفی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لېږلې ده.

استاد شپون وایي چې له موجوده حکومت سره یې اختلاف درلود.

د لراوبر ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا اختلاف یې ورسره پخوا درلود او که اوسنی دی ویل:

(مخکې هم و خو وږجدان اجازه نه را کو له چې هم یې مموریت و کړم ، هم یې بد ووایم.برون مې استعفی و کړه ، اوږې مې سپکې کړې)

او ددې پوښتنې په ځواب کې چې بیا یې ولې زړه ښه کړ چې دا دنده تر سره کړي وايي:

(ما فکر کاوه چې د امریکا نه به د افغاني فرهنګ د پاره څه شوکه وشي، خو سفیر هم ټلوال و خوت او هر اقدام چې به مې کاوه یا به واشنګټن یا کابل کې شنډ شو)

شپون وایي چې که دا کرزی او دا ټلواله په واک کې وي نو د دندې هیله دې نه را نه کوي او که سم حکومت راغی هر ډول چوپړ ته حاضر یم.