د سوال لنده ډوډۍ
مازديګر غټ مهال وو د كندهار په ښار كښي يوې بلي خوا ته د ورانو، ويجاړو كنډوالو په ننداره وم چي د كابل دروازې ته ورسېدم. د كابل دروازه چي د كندهار د ښار ختيځ لوري ته ده، له دې ځايه څخه د كابل په لوري خلك او موټر ځي چي د احمدشاه بابا د لوى او تاريخي كلا پخواني ديوالونه هم ښكاري چي ډېري برخي يې نړېدلې دي. دېوال ته نزدې د بازار شا ته يو پخوانى كارېز هم بهېږي چي پر څنډه يې يو پخوانى مسجد جوړ سوى چي ډېرى مسافر پكښي لمونځونه كوي. د شمال او سوهېل په لوري بازار پروت دى چي يوې بلي خوا ته يې ډېر هوټلونه او لږ- لږ دوكانونه دي. كومه لاره چي د ختيځ لوري ته غزېدلې او يو لوى سړك دى او لوېديځ خوا ته يې څو دوكانونه دي. هغه خوا يو پخوانى ډېر پوخ او لوى حمام دى چي نمره يې او ګليي ده خلك پكښي ځانونه مينځي. د كابل د دروازې بازار هم د ورانونكي جګړې څخه روغ نه ده پاته سوى. دوكانونه كنډواله او شا وخوا كورونه يې وران ويجاړ پراته چي مسافرو ته د حاجت د تر سره كېدو لپاره ډېري اسانتياوي دي. سړكونه ټول كنډ او كپر وو. د مسافرو او موټرو ډېر بېرو بار وو. دا نو د طالبانو د واكمني ورځي وې. په ټيوټا ډاټ سنو كښي به ځوانكي طالبان په ډېر غرور يوې بلي خوا ته ګرځېدل. امنيت او سوله ډېره ټينګه وه هيچا د وېري اندېښنه نه درلوده. ژوند ډېر ډاډ من وو. خلكو چي ډېر كلونه په وير، غم او جګړو كښي تېر كړي وو د طالبانو د واكمني په مهال يې د سولي څخه ډېره خوښي څرګندوله. چي د دوى سر او مال خوندي وو. د يوې خوا كه په ښار كښي كلكه سوله او امن وو خو د خلكو ستونزې يوازي د سولي په ټينګښت كښي نه هوارېدې. ټولنيزي، اقتصادي ستونزي تر سر د پاسه وې. لوږه، بې كارې، فقر، بې تعلمي، مظلومتوب او بېچاره ګي خپل اخيرني پړاوو ته رسولي وو. چي د خلكو په څېرو كښي د ورايه د ټولو ټولنيزو بد مرغيو نښي او نښانې او ناهيلي څرګندېدلې.
د كندهار د ښار د شنه اسمان پر مخ د تورو ورېځو درنې او غټي توري څپې راواوښتې. د ورېځو څپو په سينو سره ووهل. تالنده سوه. برېښناسوه خلكو له باران څخه د ژغورني لپاره خپلو كورونو، هوټلونو او نورو ځايونه ته خپل قدمونه كړندي كړل. د لوى څښتن تعالى قدرت وګوره چي د سترګو په يوه رپ كښي د باران ځاځكي د ځمكي پر تندي راپرېوتل. زه هم د نورو خلكو په ډول زر- زر د يوه هوټل مخ ته چي سايوان يې درلود ودرېدم. د باران د اورېدو ننداره مي كوله. زما غوندي نورو خلكو هم چي ځانونه خوندي ځايونو ته رسولي د باران اورېدو ننداره يې كوله. ځيني نور بيا باران لاندي كړل په باران كښي روان وو. د نويو او زړو موټرو چلونكو موټر پر سړك دونه ګړندي چلول چي د باران خړي اوبه، به يې پر لارويانو باندي ور وشيندلې. او ټولي جامې چي باران هم لندې كړې وې په خټو او چكړو باندي ور ولړلې. دونه فكر، احساس او انصاف يې نه درلود چي په باران كښي لږ ورو لاړ شي چي لارويان ترېنه په ځور نه شي. داسي برېښېده چي موټر چلونكي هم د باران له اورېدو وېرېدل چي لانده نه سي.
زه چي د هوټل مخ ته له باران څخه ولاړ وم خلكو ته مي كتل نا ببره مي د ختيځ لوري ته د ورانو، ويجاړو كنډوالو تر مخ پر يوه مېرمن باندي سترګي ولګېدې. چي څيري او زړه شنه چادري يې اوغوستې وه په باران كښي راروانه. دونه لنده سوې چي تر جامو يې اوبه بهېدلې. موټرو هم دونه خټي ورباندي شيندلې چي جامې يې ټولي په ككړي سوې وې. د مېرمني پلاسټكي چپلكي په پښو وې چي پرې سوې وې. هر ګام چي به يې پورته كړ خټي به يې د شا خوا پر جامو باندي وروشيندلې. ګړندي ګامونه يې پورته كول يوې بلي خوا ته به يې په ځېر- ځېر د چادري تر وړو سوريو چي په لاس ټينګه نيولې وه كتل. دې مېرمني زما پوره پاملرنه بې اخيتاره ځان ته واړوله. سترګي مي ډېرې په ځېر پكښي خښي سوې. د كوټي د ستړو او خرابو لارو وهلى او د كندهار كنډواله، غريبو خلكو په ليدو ستومانه ذهن كښي مي يو څړيكه راولاړه سوه. مېرمن مي تر پوره ځارني لاندي ونيوله. دا فكرونه او پوښتني راته پيدا سوې چي ټول خلك له باران تښتي د كورونو په لوري ځي په ټول ښاركښي يوه مېرمن نسته دا ولي دكوره راوتلې ده؟ چېرته ځې؟ د څه شي په لټولو پسي يوې بلې خوا ته سر ګردانه او لالهانده ده؟ ډېر مي زړه باندي وسو. خوا مي بده سوه د ځان سره مي وويل :
-يوازي په انتظار سره كولاى سم خپلو پوښتنو ته ځواب تر لاسه كړم. څو شېبې به و ګورم چي مېرمن ولي له كوره راوتلې ده؟
باران تېز سو. پر لارو، سړكونو باندي اوبه وبهېدې مېرمن لږ پښه نيولې سوه چادري يې ور ټوله كړه. د نړېدلي دېوال تر څنګ ورو- ورو رهي شوه. د ورايه داسي برېښېده چي د باران اورېدو او د جامو د لندېدو پروا نه لري. څو قدمونه چي نوره ولاړه ودرېده يوې بلې خوا ته يې په ځېر-ځېر وكتل لكه چي په مقصدڅه يې ونه ليدل. بيرته يې ورو- ورو ګامونه په خټو، اوبو او باران كښي پورته كړل. پردې بېچاره، خواركۍ مېرمن باندي مي زړ سوى ډېر شو. نه پوهېدم څه وكړم ايا مرسته ورسره كولاى شم؟ په زړه كښي مي راوګرځېدل اوس پوښتنه هم نشم ور څخه كولاى د طالبانو واكمني ده. وېره ډېره ده داسي كلكه او ترېنګلې واكمني ده چي سړى په د خپلي مېرمني او خپلوانو مېرمنو سره روان وو هم به يې په زړه كښي د وېري څړيكي وې. چي له طالبانوسره به مخامخ شول اوس طالبان پوښتنه ونه كړي چي دا مېرمن دي څوك روانه كړېده. بيا به نو تورى اوسپينى وو. كه به خبره اوږده شوه نو شاهدان به يې غوښتل. نكاح ليك خو موږ پښتانه نه پېژنو چي څه شى ده همداسي د ملاصاحب او څو كليوالو تر مخ د ژبي په تړون او ژمنتوب سره نكاح تړله كېږي. زما تر خوا ناستو او ولاړو خلكو ته مي وكتل هيچا هم د هغې په باره كښي كومه خاسه اندېښنه نه درلوده. زړه مي مدار ونه كو تر څنګ ناست يوه ځوان ته چي ږيره يې وهلې، تسپې يې په لاس كښي، تور پټكى يې تړلى، سپين كالي يې اغوستي وو چي له څېرې روښانه ځوان ښكارېدو مخ مي ور واړاوو پوښتنه مي ځيني وكړه:
-وروره! دا مېرمن ولي دلته په باران كښي ولاړه ده؟ تاسي خو د دې ځاى اوسېدونكي ياست ولي پوښتنه ورڅخه نه كوئ يا مرسته يې نه كوئ؟
دغه ځوان چي دوكاندار وو يواري كښته بيا يې پورته په غور راته وكتل. په زړسوانده ژبه يې راته وويل :
– د خلكو په كارونو كار مه لره. ډېر بد وخت دى هر سړى د خپل ځان غم اخستى دى. څوك د چا سره د مرستي فكر په سر كښي هم نشي ګرځولاى. ته مسافر يې د دې ځاى له حالاتو څخه پوره نه يې خبر چي څه حال ده پټه خوله كښېنه هغه مېرمن كوم غم لري. څه مجبوري لري چي په دى تېز او توند باران كښي له كوره راوتلې ده. اوس كه سړى مرسته ورسره كوي خلك ناوړه ګمان كوي بيا به په لوى جنجال اخته يې خپل ځان به نه شې خلاصولاى.
ما چي د دغه ځوان دغه له اندېښنې او مايوسي څخه ډكي خبري واورېدې ځان مي غلى ونيو د سر په ښورولو مي ځواب وركړ. بيرته د مېرمني په ننداره شوم او ګورم چي نور څه مخكښي راځي.
زړې او پرې شوې څپلكي يې په پښو وې. زړور قدم هم نه شي پورته كولاى وېريږي چي ونه غورځېږي. په لاس نيولې چادري يواري وڅنډي چي اوبه ځيني توي شي. ډېره وارختا ښكارېده يواري به يې مخامخ وكتل بيا به يې زموږ لوري ته ښه ډېر وكتل بيرته يې مخامخ كتلو ته مخ واړاوو. څو قدمه چي وړاندي ولاړه ودرېده يو سپين ټونيس موټر ولاړ وو چي درې تنه ماشومان يې تر خوا راښكاره شول چي د مېرمني خوا ته راروان دي. دوى ډېر كوچني وو عمر يې له پنځو تر لسو كلونو پوري اټكل كېدو. دوه هلكان وو او كوچنۍ پكښي يوه جنكۍ وه سر يې ببر، خيرني په خټو لړلې جامې يې دونه لندې شوې وې چي اوبه ځيني څڅېدې. هلك تر لاس نيولې وه د دې هلك په بل لاس كښي يوه كوچنۍ لوټه وه چي داسي ښكارېده يو څه پكښي دي. په دوى كښي د هغه هلك چي تر دواړو لوى و د څادره پلوونه يې سره غوټه كړي يو شى پكښي ښكارېدو. شا ته يې اچولې و. درې واړه په اوبو باندي لانده او په خټو باندي لړلي وو. د يوه هلك لانده كالي چي څو ځايه پينې ورته اېښودل شوې وې لمنه او پايځې يې څيري، څپلكي هم پرې شوې په چكړو او اوبو كښي راروان و. مېرمني چي ورباندي سترګي ولګېدې ور روانه شوه. ماشومان يې په غېږ كښي ونيول په نيولي غږ يې ورته وويل:
-زويكه! ولي دونه وځنډېداست؟ دا ده ښادۍ باران څومره لانده كړي ياست؟
مېرمن په خټو كښي ورته كښېناستله. دوى يې په غېږ كښي ونيول د دوى غږ او خبري اوس زه ځكه اورم چي موږ ته رانزدې شول او زه هم د هوټل تر مخ هغه ځاى ته ورغلم چي دوى ته نزدې و. ماشوم په كوچنۍ نازولې ژبه ورته وويل:
-مور جانې! وګوره باران اوري، لاري ټولي خټي دي. هوټلونه هم لري دي څو واره په خټو كښي وغورځېدم. ګوره! كالي مي ټول په خټو لړلي دي. خوركۍ ته مي وګوره څومره لنده سوې ده. دا هم څو واره په خټو او اوبو كښي وغورځېده.
موري يې دستي خبري پرې كړې په خوا خوږې او ژړه غوني غږ يې ورته وويل:
-زويكه! تر تامي ځار كړې. بلا دي واخلم. وغورځېداست خوږ شوي خو به نه ياست. ځان مو وخورم.
پر مخ يې ښكل كړل.
– نه موري مخوږ شوي نه يو.
زه دلته وپوهېدم او د ټولو پوښتنو ځوابونه مي پيدا كړل چي دا مېرمن په خپلو بچو پسي راوتلې ده. چي هغوى په هوټلونو ګرځي او خيرات ټولوي. په دې باندي ګزاره كوي. مور يې يو سوړ اسوېلى وكيښ د زويه يې پوښتنه وكړه:
– زويكه! څه شى يې دركو كه خالي لاس راغلاست؟ وګوره زويكه! زه له كومه وخته په دې باران كښي درته ولاړه وم شا وخوا ټول خلك برګ- برګ راته ګوري. دوى زموږ خوارانو له حاله څه خبر دي. چي څه د خوړلو لپاره لري. په ګېډه ماړه دي او كه وږي ويدېږې. تر اوسه د سړك په غاړه ولاړه وم پلو مي ګرځاوو چي خيرات وكوم خو څه وكوم.
بيرته يې زوى ته وويل:
– زويكه! څه دي راوړل؟
– موركۍ! دغه يو څه ډوډۍ مي له هوټلونو څخه راټوله كړه كور دې ودان وي. هغه هم باران لنده كړه.
تر شا غوټه يې ورته راواړوله مور چي يې وكتل ډوډۍ ټوله په باران لنده سوې وه. د كوچنۍ لوټې سر يې خلاص كړ ورښكاره يې كړ:
-وګوره! مورې دا لږ كتغ مي هم راوړى دى .
– زويكه! دغه د خداى شكر دى ډېر دي. كور دې اباد كړي چي خالي لاس يې نه ياست پرې ايښې.
كوچنۍ ماشومي انجلۍ چي د مور چادرې يې نيولې، لانده وېښتان يې پر مخ راخواره، اوبه ترې څڅېدلې، لوڅي پښې، جامې ټولي په خټو لړلې په ماشومانه ژبه وويل :
– مورې! مورې! دا باران به څه وخت درېږې . زموږ كالي يې ټول لانده كړل. ماښام به څه شى خورو ډوډۍ هم ټوله لنده شوه. وګوره مورې هغه موټر هم په موږ خټي راوشيندلې. مورې! مورې! موږ به څه كوو.
د دې ماشومي خبري نه وې د مجبوري او نېستي هغه غېسي وو چي د بې وزلي، لالهاندي او مجبوري مور په زړه كښي خښ او هغه يې سورى- سورى كړ. مور يې په غېږ كښي ونيوله خپله چادري يې ورباندي وغوړوله. له بارانه يې لږ خوندي كړه دلته نو خداىY ښه خبر دى چي د دې په زړه باندي څه تېرېدل. په ژړغونې غږ يې په داسي حال كښي چي په باران لنده غېږ كښي نيولى وه وويل:
-زويكه! خير دى خداى لوى ده څه وكړو غريبان يو كشكي دي اوس پلار ژوندى واى موږ به ولي در په دره، حيران دريان ګرځېدو او په سوال به مو ډوډۍ پيداكوله.
زوى يې ورته وويل:
-موركۍ! باران ده ځئ چي كور ته ولاړ شو. نور څوك خير نه راكوي مورې په ډوډۍ به څه كوو؟
-زويه! دا هم شكر ده چي شته كه دا نه واى څه به مو كول .
د څادر غوټه يې ورښكاره كړه چي ډوډۍ ټوله په اوبو كښي لنده سوې او سره نښتې وه:
– زويكه! پورته يې كړه چي نوره لنده نه شي.
غوټه يې ځيني واخيسته تر چادري يې لاندي ونيوله څو شيبې وروسته سره روان شول. كوچنى لور يې په غېږ كښي تر چادري لاندي واخيستله د باران تېزو څاڅكو هم د دوى په حال خواخوږي ونه كړه. پر سر باندي يې اورېدو. د ماشومانو پلار په كورنيو ورانونكو جګړو كښي شهيد شوى و. واړه ماشومان او كونډه يې په دې لويه خو بې پروا و بې زړ سوي دنيا كښي يوازېي پرې ايښي. داسې په زرګونو نورې كورنۍ د هيواد په هر ګوټ كښي دي چي د بل لاس ته يې لاس نيولى د ناهيلو او ځورونو ډك خپل خوږ ژوند تېروي .
پاى