" /> " /> " /> " /> کابل : پښتني تجارتي بانک تر بريد لاندي راغلئ  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / کابل : پښتني تجارتي بانک تر بريد لاندي راغلئ  video

کابل : پښتني تجارتي بانک تر بريد لاندي راغلئ  video

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ادعا کړې چي ددوی وسلوال کسان کابل ښار ته دننه سوي او د دولت سره د مقاومت په حال کښي دي .

د عيني شاهدانو له خولې نن سهار وختي د کابل په ميوند واټ کښي د آرګ ماڼۍ ته ورڅېرمه د پښتني تجارتي بانک په يوې سيميزه څانګه کښي د وسلوالو او دولتي کسانو ترمنځ جګړه پېل سوې، پوليس وايي چي د پښتني تجارتي بانک ته د داخل سويو وسلوالو څخه يې تراوسه ۳ تنه وژلي دي، د پوليسو په وينا تر ځلور ساعته مقاومت وروسته يې بانک تر خپل کنټرول لاندي زاوستلئ دئ .

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کابل څخه د خپلو کسانو له خولې په يوې تازه خبرپاڼه کښي ويلي چي
نن سهار ۶ بجې داسلامي امارت دالهمزه استشهادي کنډک اړوندپنځه تنه فدايان چې په سپکو اودرندو وسلوسمبال اودچاوديدونکوتوکوواسکټونه يي اغوستي وه ددې ښارپه زړه کې دپښتني تجارتي بانک ودانۍ ته ننوتلي چي دودانۍ مخي ته په ولاړوپولیسوباندي يې مخامخ بريدکړئ چې له امله يي د پوليسو۳ عرادې رینجرموټرپه راکيټونوويجاړکړل سوئ او۲۰ تنه پولیس وژل سوي اوګڼ شمیرنورژوبل شوي هم دي .

د وسلوالو طالبانو د تازه خبرپاڼي په وينا دوی نن دکابل ښار ته ۲۰ تنه فدايان ننه ايستلي چي د خبرپاڼي په وينا دخپل پلان سره سم به ورته نور عملیات هم ترسره کړي .

دا په روانه اوونۍ کښي پر کابل ښار د وسلوالو څو-هم بريد دئ چي صورت نيسي خو پوليسو ددې هرڅه سره-سره د کابل ښار په ټولو برخو کښي خاصتاُد سبا ورځي انتخاباتو د ډاډمني فضاء رامنځته کولو په موخه خپلي هلي-ځلي لا پسي ګړندۍ کړي دي .

د طالب وسلوالو دا بريد نن د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ صورت وموندئ پداسي حال کښي چي پوره ۲ کاله مخکي هم پر غازي لوبغالي باندي د خپلواکۍ په ترسره کېدونکي جشن باندي وسلواله حمله وسول چي د مالي زيان تر څنګ يې ځاني مرګژوبله هم واړول او د جشن مراسم يې ټول ګډوډ کړل .

د پيښي وېډيوي راپور :