کور / تازه خبرونه / د انتخاباتو په ورځ دي د خبر ورکولو څخه ډډه وسي

د انتخاباتو په ورځ دي د خبر ورکولو څخه ډډه وسي

د بهرنيو چارو وزارت پخپلي يوې مطبوعاتي اعلاميه کښي پر ټولو خبريالانو او خبري اژانسونو باندي ږغ کړئ چي د انتخاباتو په ورځ (سبا د زمري د مياشتي ۲۸ مه نېټه) دي د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۸ بجو پوري د احتمالي بريدونو د هر ډول خبر ورکولو څخه ډډه وسي .

پر داخلي او خارجي رسنيو او خبري اژانسونو باندي د خبر ورکولو دا بنديز د بهرنيو چارو وزارت او ملي امنيت د شورا له خوا د انتخاباتو د ګډوډولو څخه د مخنيوي او په انتخاباتو کښي د خلګو د ډاډمن ګډون په موخه تر سره کيږي .

په اولي اعلاميه کښي ددې بنديز څخه د سرغړوني په اړه څه نه وه ويل سوي خو په دوهمي خپرې سوي اعلاميه کښي د سرغړوونکو په اړه ويل سوي دي چي که داخلي اژانس او رسنۍ ددې بنديز څخه سرغړونه وکړي نو کاري بنديز به پرې ولګول سي او که کومه خارجي رسنۍ او اژانس سرغړونه وکړي نو له هيواده به وشړل سي .

د بشري حقوقو نړيوالو ادارو او فعالينو دا اعلاميه په کلکه غندلې او دا يې د رسنيو پر ازاد حريم مستقيم تېری ګڼلئ دئ .