کور / راپور / هالنډ د کرني او مالدارۍ په برخه کي افغانان روزي

هالنډ د کرني او مالدارۍ په برخه کي افغانان روزي

د افغانستان د پوهنې وزارت او هالنډ حکومت تر منځ د کرنې د تعلیمي همکارۍ پروژه چې څه باندې پنځه میلیونه ډالره لګښت پرې راځي په افغانستان کې د کرنې د ملي ښونیز انستیتیوت جوړل او ددې انستیتیوت لپاره د


Horticulture Chains Management
Water and Land
Livestock Chains Management
Rural Development and Communication
Rural Development and Food Security
 rural livelihood and gender


په برخو کې د ماسټرۍ په کچه د دیرشو تنو ښونکو روزل دي.


ددې پروژې له مخې د سپټمبر په ۲۱ نیټه، یوویشت تنه افغان محصلین هالنډ ته راغلل او تیر کال راغلي اته تنه محصلینو د هالنډ د وین هال part of wageningen university پوهنتون څخه د روان کال  د سپټمبر په دیرشمه نیټه د ماسټرۍ سندونه واخیستل.


فریدالدین نوري چې د مالدارۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړې لراوبر ته وویل چې زه به د خپل زده کړي پروګرام له مخې په افغانستان کې ډیر هیوادوال وروزم، د ذهن جوړل مهم دي او ما په یوه کال کې ډیر څه زده کړل چې د کرنې په برخه کې ډیر کار بزګر کوي او بزګر ته باید ډیر پام وشي، ما په دې یوه کال کې زده کړل چې لبنیاتو له تولید تر لګښته باید څنګه لاره جوړه شي چې د هیواد اقتصاد ته پياوړتیا وبښي.


له دې ډلې څخه یو بل تن د لوړ زده کړو فارغ ذبیح الله اعظمي وویل: (( زموږ سره په ټولګي کې د یوویشت هیوادونو زده کوونکي و او زموږ افغانانو د نمرو کچه تر ټولو لوړه وه، په داسې حال کې چې زموږ د پوهنتونونو سیستم او ددې ځای سیستم ډير فرق لري، او زموږ کسان له ژبې سره هم نابلده و خو بیا هم خدای موږ په ښو نمرو بریالي کړو.))


ده زیاته کړه: ( په ما باندې په ژوند کې درې ځله خوشحالي راغلې چې یو ځل د پوهنتون سند مې چې واخیست دوهم ځل مې چې کوژده وه او دریم ځل چې دلته مې د ماسټرۍ سند راکول کیده.))


ذبیح الله وايي چې موږ دلته ډیر څه زده کړل په افغانستان کې موږ په عملي برخه کې دومره کار نه کاوه خو دلته په عملي برخه ډير کار کیږي او په اقتصادي اړخ یی ټینګار کیږي چې څنګه کولای شو خپلو تولیداتو ته بازار پيدا کړو.


که څه هم نوي راغلي محصلین ویره لري چې د ژبې، چاپیریال او سیستم نابلدي به دوی له ستونزو سره مخ کړي. روزینا کوهستانۍ چې د نویو محصلینو له ډلې ده وايي چې ښه به دا وه چې موږ شپږ میاشتې روزل شوي وای څو له سیتم سره بلد او بیا مو د ماسټرۍ دوره پیل کړې وای. نوموړې چې تیر کال بریالۍ شوې وه د ځینو ستونزو له امله نه وه توانیدلې چې د تیر کال په پروګرام کې برخه واخلي دا وايي که څه هم ټاکل شوې وه چې له دې کسانو به پنځلس تیر کال او پنځه لس سږ کال هالنډ ته استول کیږي: (( موږ دفترونه پریښودل، خو د پوهنې وزارت او افغان دولت د خلکو کارونه زر نه خلاصوي ځکه نو زه د تیر کال له پروګرام څخه پاتې شوم.))  نوموړې چې د جندر په برخه کې ماسټري اخلي وايي چې په افغانستان کې ښځېنه په کرنه کې برخه اخلي او په دې برخه کې ورته حق ورکړل شوی خو امتیازات او صلاحیت نه لري.


حمیدالله احمدزی هم د نويو محصلینو له ډلې دی او خوښ بریښي چې خپلو زده کړو ته په هالنډ کې ادامه ورکوي ده لراوبر ته وویل چې دې پروګرام ته د دیارلسو کسانو په منځ کې یوازینی کس وم چې بریالی شوم، په دې پروګرام کې هغه کسان نیول کیدل چې هم کاري تجربه ولري او هم د پوهنتون د نمرو پنځه اویا سلنه یې پوره کړې وي. ده وویل چې غواړم له زده کړو ورسته د کرنې په ملي ښونیز انستیتیوت کې درس ورکړم.


مسعود ابراهیم خیل وايي چې زه د باغدارۍ په برخه کې ماسټري اخلم او زموږ په هیواد کې ستونزه داده چې تولید تر مصرف پورې نشو ساتلی او دا هغه برخه ده چې موږ ترې ډیره اقتصادي ګټه اخیستلی شو، زه هیله مند یم چې په دې برخه کې مې د راتلونکي یوه کال زده کړه ډیره ګټوره وي او وکولای شم هیواد ته خدمت پرې وکړم.


ده زیاته کړه چې که څه هم یوازې د دولسم په شهادت نامه پسې څلور میاشتې ګرځيدلی یم خو بیا هم خوښ یم چې له دې پروګرام څخه پاتې نه شوم.


راحت الله مومند بیا وايي چې موږ نوي درسونه پیل کړي او تر اوسه ښه روان یو، خو کاشکې زموږ هیواد هم په دې کچه زده کړې ورکولای شوای نو موږ به هیڅ ویره نه احساسوله او په ډاډه به مو درسونه پيل کړي وای د سیستم، ځای او ژبې سره به دومره نابلده نه و لکه اوس چې یو.


نوموړي وايي ، هیله لري د یوه کال په اوږدو کې ډیر داسی نوي څه زده کړي چې تر اوسه یې نه وي زده کړي او خپلو هیوادوالو ته یې بیرته تدریس کړي.


شاکرالله چې اوس د خپلو درسونو په کوم راپور کار کوي وايي چې داسې راپورونه د افغانستان په پوهنتونونو کې یا نه و او یا هم په نشت حسابیدل چې دلته یی زموږ نه هره اونۍ غواړي ، دا کار زده کوونکي له هر لحاظه رسوي.


د نويو محصلینو له ډلې یو بل تن خان ولي کامران بیا ډاډه دی چې د تیر کال زده کوونکي په دې توانیدلی چې دا درسونه زده کړي، نو موږ هم که خدای کول بریالي یو.


ده زیاته کړه چې دلته درس ډیر ورکول کیږي او پلان داسې دی چې د نورمالې دوه کلنې ماسټرۍ درسونه په یوه کال کې ولوستل شي.


خو دلته فارغ شوي محصلین وايي چي موږ زده کړه وکړه او ټاکل شوې وه چې هیواد ته په ستنیدو سره به د کرنې په ملي ښونیز انستیتیوت کې زده کړه ورکوو خو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ددې انستیتیوت ودانۍ نه ده جوړه شوې.


خو د پوهنې وزارت ویاند ګل اغا احمدي وردګ لراوبر ته په یوه مرکه کې وویل چې ددې انستیتیوت کار د کابل په بادام باغ کې روان دی چې ډير ژر به د ګټې لپاره اماده شي.


هالنډ د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په کرنه او مالدارۍ کې ښه نوم لري هغه که په عملي برخه کې وي او که په علمي کې، نو دداسې هېواد د پوهانو لخوا افغان محصلین روزل به د هیواد په علمي برخه کې لویه لاسته راوړنه وي.


ددې پروژې په بشپړیدو سره به فارغ شوي افغان محصلین د کرنې په ښونیز ملي انستیتیوت کې زده کړې ورکوي چې له یوې خوا به دا برخه پياوړې شي او له بل پلوه به هغه افغان متعلمین چې د ښونځیو څخه پوهنتونونو ته نه جذبیږي په دې انستیتیوت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې هر کال په لسګونو زرو متعلمینو څخه یوازې نیمايې فارغین پوهنتونو ته جذبیږي.