کور / کیسه / ښځه ژاړي . . .

ښځه ژاړي . . .

په لاره روان وم، د پسرلي ښكلى موسم ؤ، شاوخوا هر څه خوشحاله ؤ، هوا به يو ځل په ټولو چكر وواهه وبه يې وويل” اى د طبيعت موجداتو! وګورئ، نن ماته وګورئ زه څومره خوشحاله يم، او تاسې ټولو باندې هم ښه لګيږم، هر يو مې غواړئ چې د هغه سره په غيږ كې ډېر وخت تير كړم، خو نه…تاسې به هم ما باندې ماړه نشئ، زه نه ايساريږم، زه الوزم!”


دې سره به ټولو وخندل، ټول د يو بل سره بوخت ول، يو اړخ ته به د بلبلو او مرغيو ښكلي نغمي غږيدلي، بل اړخ ته د اوبو نرم شرهار دا بل غوږ تخنوه، پاس به مې چې وكتل، هلته هم يوه توده محاوره روانه وه، په اسمان كې ځليدونكي لمر مونږ ته راكتلي او ټولو ته به يې په وار وار خپل عظمت او لويوالى څرګنداوه، بل اړخ ته به د شيدو په څير وريځو هم په شين اسمان كې چكرونه وهل، او له ځانه به يې رنګارنك شيونه جوړول، اسمان به غوښتل چې ځان نور هم روڼ او شين كړي، دا ځكه هغه غوښتل لمر او وريځ چې څومره روښانه ښكاره شي هغومره به زما قدر زيات وي.


خو بعضي وخت كې به وريځو لمر په خپل سپين څادر كې نيم پټ كړ، نو سمدلاسه لمر به احتجاج وكړ، وبه يې ويل “دا وګورئ، وريځ بيا ما په خپل څادر كې پټوي، بس دى چې دري مياشتې يې پكې پټ ساتلى وم!”


وريځ به هم خپل وار پوره كړي، وبه وائي” ولي؟ د شپږ مياشتو راهيسې زه به دي د دې ځاى نه د خپل زيات زور پواسطه د منځه وړلم، اوس ما نشي لري كولى؟!”


دا خوږه شخړه به روانه وه، چې اسمان به دريمګړتوب ته ځان راواچوه، په فيصله كن اواز به يې وويل” تاسې دواړه نن چې هر څه كوئ، خو خپل حد وحدود به پيژنئ، تاسې لاندي نه ګورئ چې څومره خلك زمونږ سيل لپاره راغلي دي، او تاسې دواړه دلته خپل بحث كوئ؟ داسې وكړئ چې دلته سره يو بل ته نږدي ودريږئ او نور بحث ونه كړئ!”


اسمان چې د هغه ځاى مشر ؤ، نو لمر او وريځ د هغه سرغړاوى نشو كولاى، وريځ ورورو د لمر ګرد مخ بيا را پريښود، او ورورو يې څنګ ته كيدله.


ما چې دا حال وليد، نو په خندا شوم، رښتيا هم ډېره نه منونكي منظره وه، پورته هغه حال ؤ، او لاندي د شين چمن او د رنګارنګ ګلانو ميله ګرمه وه، نو څوك به د دې منظرې د ليدلو تاب راوړي، كه زړه يې هر څومره غمګين د سيني په قفس كې ناست وي، نو هغه هلته په ټوپونو پيل كوي، او دا به وائې چې زه بلكل خفه نه يم، د کايناتو د خوښۍ له امله مې ټول غمونه هير شويدي او دې سره شونډي هم په خفيفي خندا پيل وكړي.


مخكې مې وليدل چې، څو هلكانو او نجونو په ګډه يو لوړ سړي پسې منډې وهلي، هغه مخکې او دوي ورپسې ؤ، هلکانو او نجونو چيغې وهلي او په لاسونو كې يې وړي وړي تيږي هم نيولي وي.


هلته به نازكو ګلانو هم ورپسې غږونه كول چې “هلئ، دا پرې نږدئ! ويې شړئ “


د هلكانو او نجونو غږونو ته مې په ځير غوږ كيښود د هغوي نه دا اوازونه راتلل” دا غم دى، دا دې وخت كې څه كوي، هلئ دا زر زر وباسئ!” 
دې حالت په ليدو سره، ما له ځان سره يو ځل بيا وخندل، چې د الله تعالى كارونو ته ګوره، څومره عجب نظام دى، دې وخت دوي دا غم غريب په كراره نه پريږدي، او زر تر زره يې د دې ځاي نه شړي.


خو نـــــــــــــه…. البته لكه چې غم لا تراوسه موجود ؤ، هلته وړاندي يوه ونه ډېره د غم په حالت كې خپلې څانګې او ښاخونه ځوړند پريښي ؤ، پاڼو به په شور او په چيغو هغي ته ويل” اى مورجاني! تا باندې څه شوي؟ ولي خفه يې؟ دا وګوره هلته ټول لوبي كوي، او ته دلته په غم كې ناسته يې؟


زه هم سخت حيران شوم، رښتيا هم حيرانتيا مې اوج نه ورپسې ختلې وه، ځكه دا لومړى ځل ؤ، چې د طبيعت په مكان كې يو غير طبيعي كار كيږي، دا څنګه او ولي؟


هلته غم تښتې؟ او دلته دي يوه ونه په وير کې ناسته وي؟


دې كې ما هم سوچ نور نه شو وهلى، چې هسې نه زما طبيعي نظام را خراب نه كړي، چې د خوشحالۍ په وخت كې به غم، او د غم په وخت كې به خوشحالي کوم.


خو انساني عقل راباندي زور راوړ، چې ته به حتماً د دې پيښې لامل پيدا كوي، اګر چې تلوسه مې هم زياته وه، نو پدې كار كې مې ډېره دلچسپي وښوده.


د هماغي ونې خواته ور نږدي كيدم، اول كې خو مې نه باوروله خو اوس يې په خپلو سترګو ګورم، رښتيا هم دا لوړه او دنګه ونه خفه وه، زه راغلم او د وني سره ترڅنګ ودريدم، سلام مې واچاوه، پاڼو د سلام وعليكم راكړ، خو ونې هيڅ نه ويل.


پاڼو نه مې وپوښتل” خوږو پاڼو! ستاسې دا ونه ولي خفه ده؟”


هغوي وويل” والله مونږ هم نه يو خبر، چې دا ولي، ته په خپله وګوره، ايا پدې وخت كې به څوك خفه وي؟ ټول خوشحاله دي، خو نه پوهيږو چې زمونږ په مور څه شوي”


بيا مې ونې ته په خپله وويل” اى ونې! ته ولي خفه يې؟”


هغه په غمګين اواز وويل” زه تاسې ته نشم ويلى چې زه څومره په غم كې يم، تاسې ما يوازي پريږدئ، ما پورې كار مه لرئ “


ما په حيرانتيا وويل” دا څنګه كيدلاى شي، دا خو نه منونكى كار دى، هلته وګوره غم خو د دې ځاى څخه منډې وهي، ته څنكه په غم كې يې؟ هاغه ماشومان او ګلان غم د دي ځاى نه شړي، نو تاسره كوم بل غم پيدا شوى او كه هماغه غم دى؟”


ونې وويل” زه هم نه پوهيږم چې دا كوم غم دى، پخپله هم حيرانه يم چې غم خو دې وخت كې نه وي، نو بيا ولي غم وكړم، خو نه پوهيږم زړه مې ډېر راډك دى، ډېره پريشانه يم”


زه لږ په سوچ كې شوم، ما بلكل نه منله، فكر مې كاوه چې هسې نه دا كوم بل شى نه وي او د وني په څير به راته ښكاري، ځكه دا خبره زما عقل نه قبلوله چې د غم د تيښتي په وخت كې دي هم يو موجود دي په غم كې وي!!! 
 


ترينه مې وپوښتل” اخر دا تا باندې څه شوي چې داسې غم كوي” 
 


هغه په غمجنې موسكا وويل” ځوانه! كه دومره خواخوږي دي راسره وي، نو راشه چې ټول حال درته ووايم” 
 


زه لاړم او د هغي د ډډ خواته كيناستم، ورته مې وويل” مونږ او تاسې بايد د خپل د خالق امر مات نه كړو، هغه مونږ ته ويلي چې مونږ موجدات بايد د يو بل په ښې راشو، زه بايد تاسره مرسته وكړم، او ستا ستونزه هواره كړم” 
 


د هغي د خبرو په انتظار وم، چې كله به دا غمونكى داستان پيلوي، خو هغه په سوچ كې وه، داسې ښكاريده لكه په خپله چې هماغه داستان كې ننوتي وي، او له ځان سره پخواني وختونه رايادوي، دې وخت كې دا ونــــــه ډېر معصومه ښكاريده، داسې سپيڅلتيا ډېره كمه پيداكيږي، چې يو موجود دي په خپل سوچ كې غرق وي او د شاوخوا نه ناخبر وي، او يو بل موجود دي ورته په ځير وي، او د هغه د معصوميت نه دي خوند اخلي. 
 


ما ورته همداسي په ځير كتلي، چې د يوې پيكه موسكا نه ورسته يې داسې وويل” ځوانه! ته خو خبر يې چې د ټولونه ګران شى يو موجود ته څه وي؟ هغه عزت دى، د يو چا چې عزت د منځه تللى وي، نو ژوند كول ورته ډېر ګرانيږي، زه د هغه معنوي عزت خبره درته كوم چې الله تعالى هر موجود ته په لومړي سر كې وركړى وي، په دې نړۍ كې هر څه يو ارزښت لري، كه هغه كم وي او كه زيات خو موجداتو ته يو څه وي، نن زما عزت او ارزښت دواړه ځمكې ته راغورځيدلي دي، نو زه به څرنګه غم نه كوم، دې طبيعت كې اوس زما هغه مقام ندى پاتي، زه څومره سپيڅلې وم خو اوس راكې هغه سپيڅلتيا نشته، خلك راته په بله سترګه ګوري، دا ټول ما په خپله په ځان باندې كړي دي…..”.


دلته دا ونه په ژړا شوه او ويې نه كړاى شو چې خپله خبره پوره كړي، زه هم ورته په پوره پاملرنې ناست وم، زما هم زړه تخنيده، پوه نه شوم چې دا ونه څه وايې، 
 


د لږې سلګۍ وهلو نه وروسته يې بيا خپله خبره پيل كړه”….. نن خلكو ما نه خپل مطلب واخيست او زه يې همداسې په ډاګ پريښودم، خلك ما يو جال ګڼې خو زه دا خلك په خپله د شيطانيت نه يو مكار جال ګڼم، نه نه…..، هغوي هيڅ ملامته ندي….. ما په خپله خپل عزت راټيټ كړى، هغوي زه د خلكو نندارې ته راكش كړم او زه هم د هغوي د خبرو تر اغيزې لاندي راغلم….” 
 


زه نور ټينګ نه شوم، د هغې خبره مې پرې كړه” ونې! دا ته څه وايې؟ اخر خبره څه ده، زمونږ انديښنه زياتوي او سپينه خبره هم نه كوي، اخر ته څه شى يې؟” 
 


هغي وويل” سپينه خبره نن سبا څوك كوي، ټول په سياست كې يو بل پوهوي، ته غواړي چې پوه شي زه څوك يم، نو زه ښځـــــــــــه يم، زه يوه بي قدره او بي عزته ښځه يم نـــــــــــــــــه ونه، په اوس وخت كې د اوښكو نه پرته هيڅ نلرم چې هغه هم د خوشحالۍ په وخت كې تويوم.


زه هغه پيغله وم چې د خپلو همزولو پيغلو سره به يوځاى په مستۍ او په ناز د ګودر خوا ته تللم هلته به مونږ خپل منګي د يخو اوبو نه په مزه مزه ډكول، هر كله به چې يو ځوان په هغه لار تيريده، نو مونږ ټولو به پرې وخندلي، هغه ځوان به وشرميده او خپله لار به يې چپه كړه،   زه هغه خور يم چې د وروڼو به راباندي جنګ ؤ يو به ويل چې ما باندې دا خور ډېره ګرانه ده بل به ويل نه ما باندې ډېره ګرانه ده، زه هغه مور يم چې بچيانو به مې جنت زما د پښو لاندي ليده، زه هغه ميرمنه يم چې ميړه به مي د خپل سخت ژوند راحتونه زما په غيږ كې احساسوه، زه هغه تربيت وركونكي مور وم چې د اولاد د تربيت نه به مې خوند اخيسته او كوښښ به مې كاوه چې د دين لاره ورته نوره هم روښانه او هواره كړم، زه د كور زينت وم، د كور سمبالوونكې، دې غږ نه به ما څومره خوند اخيسته چې مورې….اى مورې! زه وږى يم هله ماته ډوډۍ..، خو نه، ما اوس خلك دفترونو ته راكش كوي، ما باندې خلك اوس كار كوي، هغه كارونه چې د دوي نه، نه پوره كيږي ماباندې يې كوي. بچيان مې اوس رانه د ډوډۍ غوښتنه نه كوي، هر څه په خپله ځان ته تياروي، د وروڼو نه خو د وخته هيره شوي يم، خپلو بچيانو سره د خبرو كولو فرصت هم نلرم چې د هغوي حال وپوښتم، هغوي هم اوس زما پروا نه کوي، ميړه مې اوس راسره د پخوا په څير مينه نشي کولاى، ځكه چې د وخته يې زما په څير دري څلور ملګرې پيدا كړي، او زه يې اوس تش په نامه ميرمن يم، په شپو شپو كور ته نه راځي او چې را مشې نو تندى يې تروش نيولى وي، او هغه پخوانۍ خوږې خبرې راسره نه كوي،


هغه عاشق چې ماته به يې قسمونه او سوګندونه خوړول چې د دنيا خوښۍ به ستا په پښو كې اچوم  اوس ماته ضرورت نلري، زما غوندي دري نوري معشوقي ترينه راتاوې وي، زما هغه اداګانې چې يو ځوان به يې د ليدلو تاب نشو راوړلى، اوس ماسره په شخو سترګو سترګې جنګوي، د سترګو نه يې اوچته د شهوت لمبې ښكاري، اوس داسې وخت راغلى چې د ځينو شريرو او مفسدو ځوانانو له امله زه په لاره هم نشم تللى، په لار كې مې تنګوي او شاته راپسې ډيرې بي ادبه خبرې كوي، هغه ناز چې ماته راكول كيده، هغه اوس نشته، زما په ټولنه كې ډېر عزت ؤ، خلكو به راته د خور په سترګه كتلي نه د ګرل فرينډ په نظر، خو اوس هيڅ نشته، د دې ټولو نه زه مايوسه شوي يم، ټولو راسره بي وفايې كړي ده.


ونې تر دې ځايه وويل، زه ډېر خواشينى او خفه وم، چې دا خو رښتيا هم ډېر سرچپه كارونه روان دي، د ښځو طبقې سره ډيرظلم روان دى، ظاهراً دوي ته دا ازادي ده، خو باطناً دوي ته ډېر زور دى، دوي فطرتاً همداسي پيدا شوي، خو يو بل سوچ به هم راته مخې ته كيده چې دا ښځې هم ملامته دي، دوي په خپله دي كارونو ته زړه ښه كاوه، ډېر فسادونه يې په ټولنه كې خواره واره كړه، ښځو په خپله ځان سپك كړى، په خپله يې ځان نه نانځكه جوړه كړي، خو دا سوچ به راته يوې بلي خبرې په هوا كې ورك كړ، هغه دا چې ښځه د عقل او د دين له پلوه لږه ناقصه ده، دا خبره زمونږ پيغمبر حضرت محمد (ص) كړي ده، او هماغسې شوه چې د نړۍ فاسدو خلكو ساده ښځه تير باسله.


په همدې سوچونو كې وم چې ونې راباندي غږ كړ” ځوانه! اوس پوه شوي چې زه ولي غم كوم، زه به څرنګه غم نه كوم؟ چې ټول موجودات دي په خوشحالۍ كې وي او زه به دلته د خپل عزت په بيا راژوندي كولي كې اوښكي تويوم…..نه داسې نشي كيدلى….تاسې بايد ماسره مرسته وكړئ او ما د دې لوى مشكل نه بې غمه كړئ، زه څومره ناتوانه څيز يم او تاسې راباندې د غر په څير درانه درانه شيونه په اوږو بار كړه، او بيا ما هم څومره سادتوب وكړ، ما داسې ونه كړ چې هغوي ته زه ووايم زه د دې لويو لويو كارونو جوګه نه يم، ما ته مې هم ښځينه غيرت را ولاړ شو او راته يې وويل چې ته څه د سړيو نه كمه يې ته هم د دوي سره په هر كار كې شريكه شه…هماغه ؤ چې زه تباه شوم…”


ما خپل سر ټيټ كړى ؤ، دا ټولي خبرې مې ښه په خلاصو غوږونو واوريدي،  په ذهن باندې مې سخت بوج راغى دا ټولې خبرې زما د برداشته وتي وي، دا ټول رښتيا ول، هغه رښتيا چې مونږ ورته په رڼو رڼو سترګو ليدل او بيا هم مونږ نه پټ تير شول او اوس دې حد ته را ورسيدل چې د خوشحالۍ په وخت كې دي مونږ ته غمونه پيدا كوي.


ونې چې زما لخوا نه څه وانه وريدل نو په ژړا يې وويل”…..مونږ ټولې ښځې د شرمه خپل د زړه حال چاته نشو ويلى چې بيا به راپوري خلك خاندي او بيخې به په دې نړۍ كې د ساه اخيستلو توان را كې نه وي…..خو زه دا په زغرده وايم چې هاغه ورځ راتلونكي ده چې د ښځو طبقه په ژړا او په مايوسۍ سره  خپلو دې بي شرمه كارونو ته د پاى ټكى كيږدي او ځانونه به خپلو كورونو ته سپاري، چې زمونږ د ښځو د ټول ژوند مزه او خوند په همدي كور كې ده خو افسوس چې مونږ پرې نه پوهيدلو.


زما هم زړه را ډك شو، او په ښځو باندې شوى ظلم مې برداشت نه كړاى شو، د ډير درد او غم له امله د سترګو نه مې اوښكې رواني وي او زه په دې نه پوهيدم چې ما څه واوريدل، مونږ څومره ظلم دې ښځو سره كړى دى، دوي خو هميشه زمونږ رحم او مينې ته اړ وي، خو مونږ په خپلو لاسونو باندې دوي ته د پرمختګ او زمونږ په سر د راختلو لار وښوده، او په خپله مو د خپلو كارونو مشرانې كړي…..دا بايد مونږ نه واى پريښى….د هر څه كولو اجازه بايد مونږ نه واى وركړى. 


په ژړه غونې اواز مې ونې ته وويل” ونې…..ډير بد خبر دې راباندې واوروه….”


همداسې اوښكې مې د سترګو نه رواني وي، ځان ته هم سخت حيران وم چې انسان څومره عجيب مخلوق دى،


لږ څه مخكې ما د خوشحالۍ او د خوښۍ په سمندرونو كې غوټې وهلي خو اوس يو ناڅاپه د اوښكو او د غم په درياب كې ځان ګورم.


ونې راباندې غږ كړ” ښه ځوانه! كه تا سره د دې ستونزې حل وي، نو ولي چوپ يې ووايه چې مونږ هم بيا تاسې سره د خوشحالۍ په وخت كې وخاندو او د غم په وخت كې وژاړو…؟”


د اوښكو يو څاڅكى مې په لاس وغورځيد او زه يې ځان او شاوخوا ته متوجه كړم، ما خپلي سترګې پاكې كړي او پاڅيدم، بيا مې بيچاره ونې ته وكتل چې د هغي سترګې هم لمدي او سرې وي، ورته مې وويل” ګرانې ونې! تاسې لپاره يوازي او يوازي يوه د حل لاره پاتي ده، هغه دا چې خپل الله ته رجوع وكړئ او د اسلام سپيڅلي لار په كلكه ونيسئ چې بيا مو څوك تير نه باسي او خپل پاتي ژوند ښه په خوشحالۍ او خوښۍ تير كړئ، يوازي د اسلام سپيڅلي لاره ده چې ستاسې هرې غوښتنې ته په درنه سترګه ګوري او هر مشکل ته يې دوا پيدا کړيده، يوازې ستاسې نه بلکې د ټولو مخلوقاتو د خوښۍ راز په لا اله الله محمد رسول الله كې پټ دى”


دا خبره مې چې پوره كړه، بيا مې شاته ونه كتل او همداسې د دې ځاى نه لاړم، چې لږ نور هم وړاندي ولاړم ګورم چې دا ټول موجودات څه په خوله وايې، اسمان، لمر، وريځې، غرونه، ګلان، چمن، اوبه،بلبلان، مرغان، حيوانات او داسې نور….. ټولو خولو ته چې ځير شوم،


ټولو لا اله الا الله محمد رسول الله ويلي، پوه شوم چې دوي ولي هميشه خوشحاله وي….. 

.