کور / تازه خبرونه / انتخابات: په ځينو سيمو کي ناسم رنګ کار سوی دی

انتخابات: په ځينو سيمو کي ناسم رنګ کار سوی دی

د انتخاباتو کميسون له مخکي ډاډ ورکړی و چي په انتخاباتو کي به له داسي رنګ څخه کار اخلي چي تر يوې اوونۍ به له ګوتي نه پاکيږي ، خو د رايه اچولو په لومړيو ساعتونو کي داسي شکايتونه ترلاسه سوي دي چي د رايه لپاره کاريدونکی رنګ په ډيره ساده توګه پاکيږي ، دا ډول شکايت کانديد ډاکټر رمضان بشردوست هم کړی دی ، نوموړي خپله رنګ سوې ګوته د انتخاباتو کميسون مسول ته ښوودلې چي څنګه له رنګه پاکه سوي ده ، د نوموړي دوو مرستيالانو له ګوتو هم رنګ په اساني پاک سوی دی .