کور / تازه خبرونه / روانې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راځي

روانې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راځي


 



په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو دټاکنو بهیر له ګڼوامنیتي او تخنیکي ستونزو سره سره پڅ روان دی.


په کابل او ولایتونو کې د مخامخ جګړو څخه نیولې د ځانمرګو بریدونو، راکېټي بریدونو او د مخکې له مخکې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنو د ستونزو تر څنګ د تخنیکي ستونزو هم راپورونه را رسیدلي دي.


که څه هم حکومتي چارواکي د مرګ ژوبلې له ښودلو ډډه کوي خو عیني شاهدان وايي چې تر ډېره پورې برېدونه له ځان سره مرګ ژوبلې لري.


چې له تخیکي ستونزو یې د په ځینو سیمو کې د رنګ د پاکیدا او په په ګڼو مرکزونو کې د کارتونو د سوري کولو د ماشین نه کارکول، د ټاکنو په پاڼو کې د دولتي نښان او افغانستان بېرغ د نشتوالي او پرلپسې د شمېرو نشتوالی او داسې نور ګڼې ستونزې هم شته.


همدارنګه په کابل او ولایتونو کې د مشخصو کاندیدانو لپاره په ښکاره توګه کمپاین هم خلک بې باوره کړي دي. ان تر دې چې خلکو ته ویل کیږي چې که عبدالله عبدالله ته رایه ورکړل شي نو خوراکي توکي به پرې وویشل شي او همدارنګه نن ورځ هم په کابل کې د حامد کرزي تصویرونه خپاره شوي دي.


په کابل کې داسې مرکزونه هم شته چې تر اوسه پورې پکې یو رایه اچونکی هم نه لیدل کیږي.


په افغانستان کې اولس میلونو کسانو د رایې اچونې کارتونه اخیستی او په لسګونو زره کسان ددې ټاکنو امنیت نیسي خو بیا هم ګڼو ستونزو روانې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.