کور / تازه خبرونه / غير رسمي پايلي : حامد کرزي تر ټولو ډيري رايي وړي دي

غير رسمي پايلي : حامد کرزي تر ټولو ډيري رايي وړي دي

د حامد کرزي د انتخاباتي کمپاين مشر دين محمد د انتخاباتو د لومړنيو غير رسمي پايلو پر اساس ادعا لري چي حامد کرزي تر نورو کانديدانو ډيري رايي وړي دي چي دده په وينا ۵۰٪ فيصده پوره کوي او د دوهم ځل انتخاباتو ته به اړتيا و نه ليدل سي، پداسي حال کي چي د عبدالله عبدالله وياند فاضل سنچار هم د خپل لوري د بريا او زياتو رايو د وړلو خبرونه ورکړي دي .

په انتخاباتي حوزو کښي د رايي اچوني د پروسې د ختم سره سم د رايو شمېرنه هم پېل سوې چي د اولو غير رسمي اعلان سويو پايلو پر اساس حامد کرزی اول ، عبدالله عبدالله دوهم، اشرف غني او رمضان بشردوست دريم او څلورم ځايونه خپل کړي دي .

پاکستان ، امريکا، ملګرو ملتو او يو شمېر نورو هيوادونو د افغانستان د انتخاباتو پرونۍ پروسه مثبته بللې او په هغې کښي يې د افغانانو د ګډون څخه هرکلی کړئ دئ .

په پام کښي ده چي د انتخاباتو لومړۍ رسمي پايلي به د سپټمبر پر ۳ مه او وروستۍ رسمي پايلي به د سپټمبر پر ۱۷ مه نېټه دانتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا اعلان او د انتخاباتو په اړوند سايټ کي پر ليکه کړل سي .

د ولسمشرۍ او ولاياتي شوراګانو انتخاباتي پروسه پرون د سهار ۷ بجې او ځينو سيمو کښي څه ناوخته پېل سوه چي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا يې د ختم وخت د ماځيګر له څلورو بجو څخه تر پنځو بجو پوري دوام پيداکړ .