ګونګۍسندرې

36 | اگست 21st, 2009


ای دافغان دتوری شرنګه تا را پاڅومه
ګرانه اشنا له ونی دنګه تا را پاڅومه

دلته یوپاڼ دی اوبل فړانګ دی څه ویلای نشم
ای له کلونو چی وی ګونګه تا را پاڅومه

دلته نغمو دلته سندرو ځان خاموش نیولی
دادم خان درباب ترنګه تا را پاڅومه

موږخو اورته نه وردانګوزه مجنون د شیدو
که ځان سوځل وی نو پتنګه تا را پاڅومه

ګوره تکلیف دی کړاونه دی آرام نه لری
که وی لویدل هم له ګرنګه تا را پاڅومه

زما احساس زما هیمت خو سرټیټی خوړلی
خاورته تللیه غنم رنګه تا را پاڅومه

رحیم خوشال وایی پیغام به درته ولولمه
ای نازولیه له پالنګه تا را پاڅومه

Copyright Larawbar 2007-2024