هلمند : ۲ انګليسي سرتيري وژل سوي دي

د لراوبر اداره | اگست 21st, 2009


د برتانيې د دفاع وزارت په يوې خپرې کړي اعلاميې کښي د خپلو دوو سرتيرو وژل تائيد کړي دي چي پرون په هلمند کښي د وسلوالوطالبانو له خوا په يوې بمي چاودني کښي د ګزمې پر مهال ووژل سول .

دا بمي چاودنه پرون د انتخاباتو په ورځ رامنځته سوې ده خود انتخاباتو په امنيتي ساحې پوري يې کومه اړه نه درلوده .

ددې دوو انګليسي سرتيرو په وژني سره د ۲۰۰۱ ز کال راهيسي د ټولو وژل سويو انګليسي سرتيرو شمېر ۲۰۶ ته رسيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024