سپينه ماڼۍ : رمضان الکريم دي ټولو مسلمانانو ته مبارک وي video

د لراوبر اداره | اگست 22nd, 2009


د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک حسين اوباما د روژې د مياشتي په راتللو سره د سپيني ماڼۍ، د امريکا د ۵۰ ايالتونو او په هغو کښي د مسلمانو ټولنو په استازيتوب د امريکا او ټولي نړۍ مسلمانانو ته پخپل يو ويډيوي پيغام کښي د روژې د مبارکي مياشتي توده مبارکي او هغې ته ښه راغلاست ويلئ دئ .

ولسمشر اوباما د روان زېږديزکال د جون په مياشت کي هم د قاهرې په پوهنتون کي د نړۍ مسلمانانو ته یوه وینا وکړه چي په هغې کښي د نړۍ د هيوادونو بېلابيلو مذهبونو ته پر متقابل احترام او ښو اړیکو ساتلوباندي ټینګار سوئ وو، د نوموړي سکه او اول پلار مسلمان وو خو دی عيسوی دئ .

نن د افغانستان او عربستان په شمول د نړۍ په يو شمېر مسلمانو او عرب هيوادونو کښي د روژې اوله ورځ ده، په ترکيه، ليبيا او ځينو نورو هيوادونو کښي پرون د روژې اوله ورځ اعلان سوې وه خو پاکستان د تل په څېر خپله روژه او اختر تر نورو هيوادو يوه ورځ وروسته اعلانوي .

Copyright Larawbar 2007-2024