کور / تازه خبرونه / ياسيني : د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګټه درغلۍ سوي دي

ياسيني : د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګټه درغلۍ سوي دي

پرون په کابل کې ميرويس ياسيني رسنيو ته په مطبوعاتي کنفرانس کې خبري وکړې او د ټاکنو په اړه یې د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ميرويس ياسيني له رسنيو مننه وکړه چې د ټاکنو په مهال یې خپله دنده په ډېره ښه توګه ترسره کړه او د نوموړي د کمپاين د ډلې سره یې یو ځاي د ټاکنو پروسه وڅارله .

ياسيني وویل چې په ټاکنو کې د درغليو راپورونه او په دې اړه شکايتونه یې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته سپارلي دي. نوموړي زياته کړه چې هرچا چې درغلي کړي وي د افغانستان د راتلونکو ناخوالو مسولیت په غاړه لري .

ياسيني زياته کړه چې موږ د قانون سر سم کمپاین کړي دی، چاته مو پیسې نه دي ورکړي، د ملیشو په واسطه مو رایي نه دي اخستي, چاته مو رشوتونه نه دي ورکړي, چا سره مو د افغانانو په شتمنیو معامله نه ده کړي او موږ د ټاکنو نتایجو ته احترام لرو خو ټاکنې باید شفافیت ولري .

ياسيني وویل چې زه دي ته خفه نه یم چې زه به ۱ یا ۲ یا ۳ راځم، زه دې ته خفه یمه چې دا درغلۍ او فساد به افغانستان یو نامعلوم لورې ته بوځې، او نور به هیڅ افغانان په رایو کې ګډون ونه کړي .

ياسيني د خبريالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که په ټاکنو کې په ځينو ځایو کې د ټاکنو کمیسون او مسولین زموږ شکایتونو ته احترام ونه کړي نو په افغانستان کې په راتلونکو ناخوالو کې برخه لري او مسولیت لري. حامد کرزی او عبدالله عبدالله وايي چې ۵۰ ٪ څخه مو زیاتي رايي وړي دي ایا دا صحیح ده ؟ او د ټاکنو کمیسون او حکومت وايي چې [ه نارامه سيمو اوولايتونو كې ۸۰٪ خلکو رای ورکړي ایا دا صحیح ده ؟

ياسيني وویل چې نه په ټول هیواد کښي ۳۵٪ خلکو رايي ورکړي دي، او که دوی داسي وايي کیدائ شي د خپلو درغلیو حسابونه ورته معلوم وي .

د کنفرانس موخه دا وه چې په ټاکنو کې درغلۍ ډېرې وي، او ځيني کانديدان د افغانانو سترګو ته خاوري شیندي، ياسيني وویل چې زه نه غواړم څوک نور د افغانانو حق وخوري .زه په ثبوت رسوم چې په ټول افغانستان کې د ۳۵٪ څخه ډیر خلکو ګډون نه دی کړي، او په اوسط ډول ۲۰٪ خلکو ګډون کړئ دئ .

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو چاسره یوځای کیږئ ؟ او که یا که پاتې راغلئ چا سره به اوسئ؟ ميرويس ياسيني وویل چې زه د خپلو افغانانو وروڼو سره یم، زه د هغو افغانانو سره یم چې سپیڅلي رايي يې استعمال کړي او هر څه چې هغوی وايي زه ورسره یمه .

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې که په ټاکنو کې د درغلۍ راپورونه ونه منل شي نو تاسو به لاریون وکړﺉ؟ ميرویس ياسيني وویل چې موږ به سلمي لاریونونه وکړو او زه د هغه لاریونونو خلاف یم په کومو کې چې هیواد ته زیان رسېږي. نوموړي وویل چې په ټاکنو د شکایت لپاره ميکانيزم ايښودل شوئ دئ او ټول بايد قانوني لارې غوره کړي نه دا چي لارو کوڅو ته د ټوپکو سره راووځي او د افغانستان ثبات ته زيان ورسوي .

ميرويس ياسيني وویل چې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله دواړو په ګټه د هېواد په ډېرو سيمو کې درغلي شوې ده.