کور / نوميالي / د افغاني پښتو فلمونو ياده څېره ښاغلى زاهد خان زاهد پېژنئ؟

د افغاني پښتو فلمونو ياده څېره ښاغلى زاهد خان زاهد پېژنئ؟

زاهد خان زاهد د ښاغلي عبدالله زوى پر ١٣٥٦ ل ل کال د لغمان ولايت د تيرګړيو په کلي کې زېږېدلى چې اوسمهال په جلال اباد ښار کې اوسېږي.

زاهد خان خپلې لومړنۍ زده کړې په تجروبوي ښوونځي، ثانوي يې د ننګرهار په عالي لېسه او پاتې يې د فارميسۍ په رشته کې د ننګرهار د عامې روغتيا په چوکاټ کې ترسره کړي دي.

زاهد خان چې د څلورو کوچنيانو پلار دى، له فلمي نړۍ سره يې له پخوا مينه لرله چې همدې مينې دې لوري ته راکش کړ. هغه لېواله و چې په فلم کې خپله وړتيا او استعداد وښايي.

نوموړي په کال ١٣٨٣ کې د (بې اجله مرګ) په نوم په يو افغاني هنري فلم کې ګډون وکړ او تر هغې وروسته يې د دوران، انتظار، سره لمبه، مينه او سزا او ستا لپاره) فلمونو کې د فلم د هلک په توګه خپل هنر ليدونکو ته وښود.

احسان او نېمګړې مينه د زاهد خان راتلونکې فلمونه دي چې ژر به جوړ او نندارې ته وړاندې شي.

په فلمونو کې د رول لوبولو تر څنګ زاهد خان يو درملتون هم لري چې خپل پاتې وخت هلته تېروي.

نوموړى له خپلې ټولنې، کلتور او خلکو سره بې کچه مينه څرګندوي خو د زاهد خان د فلمونو يو شمېر ليدونکي هغه په دې تورنوي چې په فلمونو کې د پردي لباس د کارولو ترڅنګ د پرديو فلمي ستورو پېښې کوي او د فلمونو ډېرې برخې يې د افغاني او پښتني کلتور خلاف دي، خو زاهد خان بيا وايي چې هڅه کوي په پښتو فلمونو کې د هنر جوهر پيدا کړي او د فلمي ارزښتونو لاره خپله کړي.