کور / نثر / ورځه! د سوات او د بونير يمه زه

ورځه! د سوات او د بونير يمه زه

د ارواښاد الفت صاحب دوه بيتونه رايادېږي، چې پښتانه يې په كې رسم كړي دي :

نن په يوه پسې روان سبا په بل پسې ځي
كله په ږيرې پسې ځي كله وربل پسې ځي
فرق د شپانه او د قصاب پسونه كله كوي
چې شنه ګياه يې لاس كې ووينې قاتل پسې ځي

استا الفت ته څښتن تعالى جل جلاله داسې درك وركړى و، چې خپل قام يې تر هر چا ډېر ښه پېژانده، هغه ته ددې ولس كمزورۍ او كمۍ ښې معلومې وې، هغه په خپل ټول ژوند كې ولس ته چيغې ووهلې، په ډول ډول يې ورته وليكل، د پوهولو هڅه يې وكړه؛ خو د حضرت خوشال بابا په قول:

هغه خداى بې لارې كړى پر لار نه شو.

د الفت صاحب ټول نثرونه او شعرونه د همدې بدمرغه ولس له كميو او كمزوريو ډك دي: هغه په يو نثر كې هم د ولس پورتنۍ كمۍ ته اشاره كړې، چې دلته يې وييونه زما دي، خو مفهوم د هغه دى، په نامستقيم نقل قول:

وايي، چې څو كسه ملګري پر لاره روان و، يو يې تر نورو لږ مخكې شو، بل ورته وويل: موږ پښتانه يوو، چا پسې نه ځو.

هغه ورته ځواب وركړ: هو كنه، تاسې پښتانه په سړيو پسې نه ځئ، ځكه خو ټول عمر په خرو پسې منډې وهئ.

نن زه په دې نه پوهېږم او دا په ډاډ سره نشم ويلاى، چې دا ولس به رښتيا هم د ارواښاد الفت صاحب په وينا په سړيو پسې تګ ښه نه ګڼي او په خپله خوښه به په خرو پسې ځي او كه د شپانه او د قصاب توپير به سره نشي كولاى، په دې هم نه پوهېږم، چې دوى په ږيرې او وربل تېروتي دي او كه په شنې ګياه پسې يې منډه اخيستې، چې اوس سر او تندى وهي؛ خو ورځ يې تر بلې بده ده او وي به.

خبرې رانه لكه، چې پر بلې لارې روانې دي، آر خبره رانه پاتې نه شي.

خبره هماغه د ټاكنو ده، چې اوسمهال د ولسمشرۍ څوكۍ او ولايتي شوراګانو څوكيو لپاره نوماندانو خپل كمپاينونه ښه په درز كې پيل كړي دي، په دې اړه مې زړه له ډېرو خبرو ډك دى؛ ددې ښاغليو نوماندو پر شعارونو به بيا وروسته كله سړى وغږيږي، زه به دلته يوه وړه غوندې كيسه درته وكړم:

كيسه داسې ده، چې څو ورځې وړاندې مې له يو ملګري سره د كمپوز په دوكان كې ناست وم، له حمزه بابا څخه په بښنې يو شينوارى پګړۍ پر سر په سپينه ږيره دوكان ته راغى. زما ورته ډېر پام نه و؛ خو كله يې چې زما له ملګري (كمپوزګر) سره په نرخ جنجال شو؛ نو پوه شوم، چې د كوم نوماند پوسټرونه او شعارونه به ډيزاين كوي.

د ملګري له خولې مې ورته ووتل، چې ته خو ………. (يو ناپښتون او د پښتنو ضد نوماند) ته كمپاين هم كوې او دومره كنجوس يې په پينځو روپو دې زړه چوي. هغه ورته په ځواب كې وويل (والله كه يې تر اوسه يوه روپۍ هم راكړي وي، دا هر څه له خپل جېب څخه كوم،)

د ملګري څنګ ته مې يو بل ځوان هم ناست، هغه د خپلې پښتو له درده شينواري ماما ته كړه، چې په (هغه) كې دې څه ليدلي دي، چې له خپله جېبه ورته كمپاين كوي؟

شينواري ماما ورته په ځواب كې وويل، چې ته هغه نه پېژنې، هغه داسې او داسې سړى دى. اوس خو ستا ولايان او ولسوالان ټول غله دي، خو كه هغه ولسمشر شو، نو سمې ملايكې به دې څوكيو ته راپيدا كړي. كله، چې په دوكان كې ناست ځوان ورته د پښتو او پښتنو خبره راواخيسته، نو سپينږيري شينواري ماما ورته كړل، چې نور بايد دا خبرې پرېږدو، دا فرق نه كوي، چې ولسمشر دې تاجك وي او كه ازبك، مقصد دې ولس ته كار وكړي.

د شينواري ماما نظر ښه و، خو كاشكې يې په ناپښتنو سيمې كې هم د عامولو هڅه وكړي، چې دې ولس ته د كار وګړي په كار دي، له خپلو قومي او ژبنيوسمڅو څخه راووځئ.

زموږ بدمرغي داده، چې كله د ژبنيو تعصبونو د له منځه وړلو خبره رامنځته كېږي، نو زموږ له مولوي رانيولي تر سپينږيري او ښوونكي پورې لومړى موږ (پښتانه) اړباسي، چې خپله ژبه پرېږدو او نورې ژبې زده كړو، ويې وايوو، خو دا استدلال هيچا له هيچا سره ونه كړ، چې دا هم ددې هېواد ژبه ده، خير دى، كه په كابل كې دود شوه، دا هم ددې هېواد وګړي دي، خير دى، كه پر خپلې وړتيا ورته حق وركړل شي.

زما تبصره دا ده، كله چې يو شينوارى پښتون په خپلو پښتنو (ننګرهار) كې د يو پښتون ضد نوماند استازيتوب كوي، دلته ورته كمپاين كوي، نو خوشال بابا به ولې نه وايي، چې:

پښتانه په عقل، پوهه څه ناكس دي
كوټه سپي د قصابانو د جوس دي

اوښ له باره سره كورته ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي

او يا هم

اول مور د درست غوري په خره غولې
بيا د واړه پښتو ژبيو پرې دنبال

شينواريو كې لكه د حمزه بابا په څېر تكړه پښتانه هم شتون لري؛ خو حمزه بابا به ځينې بې پته او لاسپوڅي شينواري ليدلي ول، چې ويلي يې دي:

که له شينواري نه نفرت وي د تا
ورځه د سوات او د بونير يمه زه