کور / تازه خبرونه / حکيم الله محسود د بيت الله محسود ځای ناستی و ټاکل سو

حکيم الله محسود د بيت الله محسود ځای ناستی و ټاکل سو

د تحریک طالبان پاکستان سرپرست امير مولوي فقير و بريتيش خبري اژانس ته په اورکزی ايجنسي کښي د ددوی د دوې ورځنۍ خپلمنځي غونډي په ترڅ کښي د بيت الله محسود چي د راپورنو پر اساس به ښايي وژل سوئ وي؛پر ځای حکيم الله محسود دتحريک د دايمي مشر او اعظم طارق د تحريک د مرکزي وياند په توګه معرفي کړي دي .

مولوي فقير لا اوس هم د بيت الله محسود وژنه ردوي او وايي چي نوموړی سخت ناروغ دئ نو ځکه دوی غواړي چي د تحريک نوی رهبر د هغه په ژوند کښي لا انتخاب کړل سي .

مولوي فقير زياته کړه چي دوی د مولوي عمر تر نيول کېدو وروسته حاجي مسلم خان د تحريک د مرکزي وياند په توګه وټاکئ خو دا چي په اړونده سيمه کښي د ټيليفون اسانتيا نسته؛ دوی د مرکزي وياند چاري و اعظم طارق ته ورسپاري .

په عيني حال کښي، امنيتي مقاماتو پرون د جمعې په ورځ د ډيورنډ د پوري غاړي په قبائيلي علاقو کښي د امريکايي ميزايلو د لګېدو له امله لږ تر لږه د ۲۱ ملکيانو د وژلو خبر ورکړئ دئ چي د چارواکو په وينا په دغو تلفاتو کښي ښځي او نژدې ۵ تنه ماشومان هم شامل دي چي ټوله يې پښتانه ملکيان دي .

پاکستاني مقامات وايي چي د امريکا ددغه ميزائيلي بريد هدف دشمالي وزيرستان مرکزي علاقې ميرانشاه ته نژدې د طالبانو د يو قوي مشر جلال الدين حقاني د زوی سراج په نښه کول وه .

که څه هم پاکستان د امريکا څخه د القاعده او وسلوالو په ځپلو کښي د ګډو استخباراتي معلوماتو او پرمختللې تکنالوجۍ د شريکولو غوښتنه کړې خو امريکا القاعده او وسلوالو ته د هغې د لاس پر لاس رسېدو له امله دا غوښتنه رد کړې ده .

امريکا د خپلي استخباراتي شبکې CIA د معلوماتو په مټ د القاعده او وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه د ډيورنډ پر پوري قبائيلي غاړو کښي تر ۴۰ زيات ميزايل غورځولي دي چي د هدف ترڅنګ پکښي زيات شمېر پښتانه ملکيان هم وژل سوي دي .