کور / علمي / يهودان په دوه زره کلن او پښتانه په دېرش کلن هجرت کې

يهودان په دوه زره کلن او پښتانه په دېرش کلن هجرت کې

د يهودو تاريخ ته په يوې کتنې ښکاري چې نوموړی قوم د تاريخ په اوږدو کې د نورو اقوامو او د نورو اديانو د پيروانو لخوا په ډير بېرحمانه ډول ځپل شوی ، زورول شوی او د خپل پلرني ټاټوبي نه رټل شوی ، شړل شوی او زبېښل يا استثمار شوی دی .
د مصر په تاريخ کې يهودان د فرعون برده ګان وو او د هېڅ ډول حقوق نه په ټولنه کې برخوردار نه وو او د برده ګي ژوند يې تېرولو .

همداسې کله چې مصر د روم لخوا اشغال شولو او په سوريه اسرايل او مصر کې د روميانو واک ټينګ شولو او روميانو د خپل کلتور په خپرولو پيل وکړلو، نو شپېته کاله وروسته له ميلاده يهودانو د روميانو د واک په وړاندې د يو خپلواک دولت د جوړولو اعلان وکړلو چې دا کار د رومي امپراتور د غضب سره مخامخ شولو او نوموړی امپراتور د يهودانو د نژاد د ختمولو امر ورکړلو او په لسهاوو زره يهودان يې ووژل او د دوۍ په عبادت ځايونو کې يې خوکان حلال کړل .

له دې نه وروسته په اسلامي دوره کې هم کله چې محمد ص امر وکړلو چې جزيره عرب دې د مشرکينو نه پاکه شي ، نو يهودان د خپلو مځکو نه وشړل شول او په نړۍ کې سرګردانه او مهاجر شول .

د منځنيو پيړيو په اوږدو کې چې اروپا په مذهبي جهالتونو کې ډوبه وه ، يهودان په دې جرم چې د دوۍ نيکونو عيسی ع وژلی ، د عيسويانو د ازار ، عذيت او تعقيب سره مخامخ ول . خو حقيقت دا دی چې عيسی ع د رومي امپراتور لخوا ووژل شو نه د يهودانو لخوا .

دا په دې معنا چې يهودان حتی د بل چا په جرم هم په جزا محکوم شوي دي .

د اروپا په معاصر تاريخ کې هم فاشيستي جرمني د اخري يهود د لمنځه وړولو د پاره يې ملا وتړله او څو مليونه يهودان يې د ګازو په تناره کې وسوزول .

اوس هم د ټولو عربي او اسلامي هيوادونو يواځنۍ هيله دا ده چې اسرايل ختم کړي .

خو د دې ټولو تاوو تريخوالي سره ـ سره يهودان لا اوس هم په دې نړۍ کې شته او د دوۍ دين ، کلتور او ژبه لا تر اوسه پورې هم ژوندۍ ده او د نړۍ لوی مخترئين ، فيلسوفان ، طبيبان او هنرمندان همدې قوم پورې تړلي دي .

نو پښتانه هم ، دوه زره کاله نۀ ، خو په دغو وروستيو درې لسيزو کې د غريبۍ او بې امنيتۍ او د سياسي تعقيب له لاسه د افغانستان نه هجرتونه کړي او د نړۍ په ګوډ ـ ګوډ کې مېشته شوي دي .

سره له دې چې پښتانه مهاجر ، د کومو مشکلاتو سره چې يهودان مخامخ وو ، مخامخ ندي . خو د پښتنو دريم نسل په هجرت کې د خپلې پښتو او پښتونوالۍ نه پردي شوي دي او د ډيريو ماشومانو چې د اروپا ، امريکا او يا استراليا په هجرت کې ځېږېدلي دي ، پښتو ليک او لوست يې زده ندی او هغوۍ يې چې په ايران او پاکستان ځېږېدلي داسې مسلمانان ترې جوړ شوي چې پښتو او پښتونواله ورته کفر ښکاري .

دلته هرکله ماته دا پوښته پيدا کېږي چې دا يهودان څه لري چې پښتانه يې نلري ؟؟

ولې يهودان خپل کلتور او ژبه په دوه زره کلن هجرت کې ساتلی او روزلی شي خو پښتانه يې په دېرش کالو هجرت کې نشي ؟؟

زه په خپله په اروپا کې ژوند کوم او د کومو پښتنو سره مې چې ليدلي ـ کتلي دي ، د ډيريو اولادونه او لمسيان په پښتو نپوهېږي او يا په نيمچه پارسي او يا په همدې اروپايي ژبو سره غږېږي .

همداسې هغه پښتانه چې د تاريخ په اوږدو کې دهلي ، اصفحان ، لاهور ، يا اسلام اباد او يا هم کابل ته تللي او هلته مېشته شوي دي ، اردو او پارسي ژبي ترېنه جوړ شوي دي او په هموغوۍ کې هم هظم شوي او حل شوي دي .

د دې علت څه دی ؟؟

ولې پښتانه د پردي ژبې او کلتور په خپلولو کې کامياب او د خپلې ژبې په ساتلو کې ناکام دي ؟؟

د دې پوښتنو ځواب چې هر څه وي ، وي به . خو نن د دې وخت دی چې پښتانه عالمان ، ډاکټران او اکاډيميسينان د دې په ځای چې په پښتنو ځلميانو د کفر او الحاد ټاپې ولږوي د داسې ستراتيژيو په جوړولو کې ځان بوخت کړي ، تر څو چې پښتانه وشي کولی خپله ژبه په خپل ټاټوبي او په هجرت کې وساتي .

زما په اند دغه څو لانديني ټکي کيدای شي چې د ماشومانو او ځلميانو د پاره د پښتو د ژبې په زده کولو او په نۀ هيرولو کې ګټور تمام شي . دا ځکه چې د پښتو ژبه د پښتنو ماشومانو ته په ميراث پاتېکېږي او دا زمونږه مسوليت او وجيبه ده چې د عصر او د زمان د امکاناتو په کارولو سره خپلو ماشومانو ته د پښتو په زده کړې کې اړونده تدابير ونيسو .

لمړی : وروسته له زرو کالو، د پښتو په الفبا کې يو رېفورم راوستل .

لمړی خو دا ډير د شرم ځای دی چې د پښتو په ناقصه الفبا کې په دغه تېرو زرو کالو کې هېڅ ډول رېفورم ندی راغلی .

دلته بايد په الفبا کې يو بنيادي تغيير راوستل شي . هغه توري چې د يو اواز د پاره جوړ شوي دي بايد لمنځه لاړ شي او د پښتو اوازونو د پاره دې نوي توري جوړ شي . د بېلګۍ په توګه د ( ظ ، ذ ، ض ) په ځای دې يواځې د همدې ( ز او ځ ) نه کار واخستل شي . همداسې د ( ث ، ص ) په ځای ( س) کفايت کوي او ( ط ، ع ، ح او ق ) دې هم د پښتو الفبا نه لرې شي .

د دې ريفورم په راوستلو به د پښتو د الفبا زده کول د ماشومانو د پاره اسانه شي او ليکل او لوستلو کې به ورته ډير اسانتياوې ورپه برخه کړي .

هر ډول رېفورم په الفبا کې په لس کالو کې عموميت پيدا کولی شي . البته که ورباندې کار وشي .

دوهم : هنر د يوې ژبې د خپرولو بهترينه وسيله ده :

نو له دې کبله د ماشومانو او ځلميانو د پاره او د دوۍ د ذوق او شوق سره برابر د تفرېح او د موزيک د پاره د پښتو خپلواکو تلويزيوني چينلونو جوړول او په دې چينلونو کې يواځې پښتو هنر نۀ ، بلکې هنر په پښتو ژبه وړاندې کول دې محور وټاکل شي .

په دې تلويزيونونو کې دې يواځې او يواځې پښتو او نړيوال هنري ـ تفرېحي پروګرامونه او هغه سريالونه او موزيک خپور شي چې د ځلميانو په ذوق او شوق وي ، نه هغه څه چې زما د نيکه او بابا په خوښه دي . او په دې تلويزيوني چينلونو کې دې د هر ډول سياسي اخبارنو ، راپورتاژونو ،تبصرو او د جګړې په هکله د مسنتدو فلمونو د خپرولو نه ډډه وشي .

ځکه د اوسني افغاني ميډيا شپېتمه برخه ديني ښوونې او روزنې او د دې تر څنګ د جګړې ، وژلو ، الوزولو ، بمبارولو په هکله خبرونو او راپورتاژونو ته ځانګړې شوې ده چې په هغه کې هم يواځې ديني ښوونه او روزنه يې په پښتو ده او پاتې نور ټول هنري ، علمي او تفريحي پروګرامونه يې په پارسي ژبه خپرونې دي . د دې پروګرامونو پاتې برخه هندي او ايراني سريالونو او فلمونو ته ځانګړې شوې چې هغه هم ټول په پارسي ژبه دوبله او يا ژباړل شوي دي .

له يوې خوا همدا هره ورځ د جګړې او وژلو په هکله د خبرونو او راپورتاژونو اورېدل ، ماشومان خو پرېږده چې د مشرانو په روحياتو هم ناوړه اغېزه لري .

نود ماشومانو او ځلميانو د پاره په دغه موجوده تلويزيوني چينلونو کې داسې څه په پښتو نشته چې په ذوق او شوق يې وګوري . ځکه په ټولو چينلونو کې يواځې سياسي ، ديني او ماقبل التاريخي موزيک خپرېږي او هغه يو يا نيم ساعت چې د ماشومانو او ځلميانو د پاره ځانګړې شوې ده ډير مبتذل او په ټيټه سويه ده .

که چېرې د ماشومانو د پاره يو کارتوني تلويزيوني چينل جوړ شي او په هغه کې کارتوني فلمونه په يوه ډيره اسانه او ماشومانه پښتو ( خو نۀ په يوې مسخرې پښتو ) وژباړل او خپور شي ، دا به د کورني چاپېريال تر څنګ ماشومانو د پاره د پښتو د ژبې په زده کړې او نۀ هېرولو کې لويه مرسته وي . ځکه د پښتو په اورېدلو د ماشومانو غوږونه د هغو پښتو لغاتو سره عادت کوي چې په کورنۍ چاپېريال کې دومره نۀ کارول کېږي .

د دې چينلونو تر څنګ دې يو اسلامي چينل هم جوړ شي ، او غير له اسلام نه دې بل څه پکې نخپرېږي . د هر چا چې خوښه وه ګوري به يې او که يې نه وه نه يې ګوري . ځکه اوس خو د دغه ټولو افغاني چينلونو ډيره برخه اسلامي ښوونې او روزنې د پاره ځانګړې شوې ده . نو يو ځلمی چې تلويزيون روښانه کړي او غواړي چې موزيک واوري نو په يو چينل کې اذان دی ، چې بل يې ګوري هم پکې اذان دی ، او چې بل پسې بل او بل پسې بل يې ګوري هم پکې اذان دی .

نو دا ځلمی خو پرېږده چې که بل هر څوګ هم وي وايي چې دا په يو وخت کې لس واره اذان راباندې ولې اوروئ ؟؟

په هماغه يو چينل کې دې اذان وي ، هماغه بس دی . غير له دې په هر کلي کې يو مسجد هم شته چې اوسمحال خو ډيګيټال اذان ورکوي او د کلي نه بهر هم خلګو ته يې اواز رسېږي .

يادونه بايد وکړم چې زه د اذان سره کوم حساسيت نلرم . بلکې زما موخه يواځې دا ده چې ځلميانو د پاره دې د هغوۍ د ذوق او شوق پراګرامونه په پښتو وړاندې شي ، نۀ هغه پروګرامونه چې د نيکه ، بابا او ملا په خوښه دي . کنې ځلميان د خپل ذوق او شوق پروګرامونه په نورو ژبو هم موندلی شي . همدا اوس خو هم ډيرۍ افغاني ځلميان چې په دري او يا اردو ژبه پوهېږي ، ايراني او يا هندي چينلونه ګوري . ځکه هغه څه چې په ايراني او په هندي کې پيدا کېږي ، په پښتو کې نشته .

زه داسې ځلميان پېژنم چې په جرمني کې ځېږېدلي دي او دلته يې د هندي او ايراني فلمونو او سندرو نه چې په تلويزيوني چينلونو کې خپرېږي ، اردو او يا پارسي زده کړې ده. خو داسې څوګ نپېژنم چې پښتو يې زده کړي وي . د دې علت دا دی چې د پښتنو ماشومانو او ځلميانو د پاره د پښتو د ژبې د زده کړې د پاره په ميډيا ، کورنی چاپېريال او ټولنه کې داسې څه نشته چې د دوۍ په ذوق او شوق وي . او يا په بل عبارت يې چې ووايم ، هنر په پښتو نۀ وړاندې کېږي ، پښتنو ماشومانو او ځلميانو ته .

د پښتو هنري برخه په اوسني افغاني او پاکستاني ميډيا کې ډيره لږه او د کيفيت له لحاظه ډيره ټيټه ، مبتذله او محدوده ده.

نو د ماشومانو د پاره يو کارتوني تلويزيوني پښتو چينل او د ځلميانو د پاره د يو پښتو موزيک او او تفرېحي چينل جوړول به د مهاجرو پښتنو د اولادو د پاره د پښتو په زده کړې او د پښتو د نۀ هيرولو په برخه کې ډيره مرسته وکړي.

همداسې کيدای شي د سياينس او تکنالوژي او د حيواناتو په هکله مستندو فلمونو د پاره هم يو پښتو چينل جوړ شي ، چې دا به د علمي پښتو په پرمختګ کې ډيره مرسته وکړي . او زمونږه ځنې ميزوف ډاکټران او اکاډيميسينان کولی شي چې د دې په ځای چې په ځلميانو باندې د کفر او الحاد ټاپې ولږوي ، د علمي پښتو د پراخولو د پاره مستند فلمونه په پښتو وژباړي او پښتنو ته يې وړاندې کړي .

د دې ټولو چينلونو د جوړولو د پاره شايد لس مليونو ډالرو ته اړتيا وي ، او که چېرې د افغانستان د دولت ، د پښتونخوا حکومت او د پښتنو تجارانو په مالي مرسته د نوموړو تلويزيوني چينلونو د پاره کار وشي ، په يو کال کې يې جوړول کوم سخت کار ندی .

ځکه له يوې خوا که چېرې د افغانستان دولت د ايران او تاجکستان سره د پارسي ژبو هيوادونو تلويزيوني چينل د پاره مالي بوديجې ته اختصاص ورکولای شي ، بايد پښتو تلويزيوني چينلونو ته هم اړونده بوديجه اختصاص ورکړي . له بلې خوا په پښتنو کې د دې استعداد او کاري پوهه هم شته چې دا نوموړي چينلونه د ماشومانو او د ځلميانو د پاره چلولی وشي .

نو استعداد او کاري پوهه خو په پښتنو کې شته چې شته ، خو يواځنی شي چې نشته هغه د رهبري نۀ شتون ، لس مليونه ډالره او د پروګرامونو په جوړولو کې هنري او کلتوري ازادي ده چې نوموړې ازادي د ځنو سپګنو سپينګيرو او محافظه کارانو لخوا د دايمي سانسور سره مخامخ ده او وي به . او دا په خپله د دې سبب ګرځي چې ځلميان پښتو تلويزيوني پروګرامونه نه ګوري .

دريم : د پښتو هنر او په خاص ډول پښتو موزيک بايد يواځې په همدې فولکلور موزيک کې خلاصه نشي او د فلکلوريک انحصار نه بايد ووځي . دا نو نکېږي چې دا پنځه زره کاله دي چې پښتو موزيک په همدا لس نۀ خو په دغو سلو ټالونو يا ريتمونو او دوه يا درې سبکونو باندې چلېږي .

بس بالا دغه يوه نغمه ده ، لس سندرغاړي يې په لسو مختلفو اشعارو غږوي ، خو داسې کوم نوی شی د وړاندې کولو د پاره نلري .

نو يو لږ غوندې تغيير او تحول خو په هېڅ څشي کې هم بد کار ندی او پښتو موزيک نوي ټالونو، ريتمونو او سبکونو ته اړتيا لري . ځکه فلکلور موزيک که اصلي او ښکلی دی ، دی نو . خو هر شپه او ورځ يې هم سړی نشي اورېدلی ، او ماشومان او ځلميان يې خو غير له دې هم نه اوري .

نو هنر خو په خپلو ټولو کلياتو او جزياتو سره د يوه ولس د کلتور هنداره او د کلتور او ژبې د خپرولو د پاره تر توله ښه وسيله ده . خو له بده مرغه پښتني هنر خو يا اصلاً تر اوسه ندی ځېږېدلی ، يا دا چې زه پرې خبر نيم او يا هم دا چې د اسلامي ، هندي او ايراني هنر تر سوري لاندې خپل اخري شپې سبا کوي . نو د هنر له لارې سړی کولی شي چې کلتور او ژبه خپره کړي . خو پښتانه که په بل هر څه کې استعداد لري ، په هنر کې يې خوند نشته ، او همدا وجه ده چې پښتانه خپل کلتور او ژبه د نورو په منځ کې نشي خپرولی .

څلورم : د نوي رسم او رواجونو او دود او دستورونو منځته راوړل ، د بېلګۍ په توګه :

پښتون هغه څوګ دی چې لږ تر لږه يې په خپل ژوند کې يو پښتو کتاب لوستلی وي . شکر الحمد الله د هر پښتون په کور کې يو قران شته، نو که يو پښتو کتاب ( ولاوو که هغه د عبدالمنان ملګري يو طنز هم وي ) د کور په کتابتون کې ظميمه شي کوم بد کار ندی .

که چېرې په ژوند کې د يو پښتو کتاب لوستل لکه کلمه ويلو غوندې په هر پښتون باندې فرض شي ، ټول پښتانه مجبور دي چې سواد زده کړي او پښتو سواد چې زده شولو نو د پښتو ژبه به په مهاجرو پښتنو کې ، دېرش کاله خو پرېږده چې په درې زره کاله کې به هم لمنځه لاړه نشي . نو پښتانه داسې يو شي ته اړتيا لري چې هغه ولوستل شي ، په پښتو وي او د پښتنو د پاره مقدس وي ، يا لوستل يې فرض وي او يا هم مجبوريت .

يهودانو په دغه دوه زره کلن هجرت کې ( که په هر ځای کې چې ول ) ځکه خپله ژبه هېره نکړه چې دوۍ د خپل مقدس کتاب د لوستلو د پاره مجبور وو چې خپله ژبه راتلونکي نسلونو ته زده کړي .

پنځم : د ماشومانو د پاره د انترنت له لارې د پښتو د ليک او لوست د زده کولو د پاره د ژبې د زده کړې کورسونو جوړول .

د انترنت په جال کې خو ډير داسې پښتو وېب پاڼې جوړې شوي چې په ډيريو کې يې ديني روزنه او ښوونه ، اخبار او سياسي ليکنې خپرېږي . خو داسې يوه وېب پاڼه چې پکې ماشومان د پښتو ليک او لوست زده کړي نشته او که وي نو ډير په ټيټه سويه دي او يا هم څوګ ترېنه خبر ندي .

نن سړی کولی شي چې د انترنټ له لارې پوهنتون ختم کړي . د بېلګۍ په توګه تاسي کولی شي چې د انترنت له لارې د اکسفورډ يونيورسيټي کې ځان راجسټر کړئ او د خپل د خوښې پوهنځي کې ديپلوم واخلئ . نو د پښتو د ليک او لوست د زده کړې د پاره د داسې يو کورس جوړول کوم سخت کار ندی .

شپږم : پښتو کيسې او افسانې په سي ډي او کسټونو کې .

روانشناسانو نن دا په اثبات رسولې چې که چېرې ماشومانو ته مخکې له ويده کيدلو کيسې او افسانې وويل او يا ولوستل شي ، ډير ژر په خبرو راځي . نو چون د ډيريو پښتنو داسې کيسې او افسانې زده ندي ، ښه لاره يې دا ده چې د ماشومانو د پاره په زړه پورې کيسې او افسانې په يو ښکلي اواز په کسټونو او سي ډي ګانو کې ثبت شي تر څو چې مخکې له ويده کېدو يې واوري .

زه بايد ډيره کړم چې زه کوم مسلکي سړی نيم او دا زما وړانديزونه د پښتو د ژبې د تقويې او د نۀ هېرولو د پاره په مهاجرو پښتنو کې شايد ډير په ټيټه سويه وي . خو فکټ دا دی چې په مهاجرو پښتنو کې پښتو د لمنځه تللو په حال کې ده . او په افغانستان او په پاکستان کې پارسي او اردو دومره قوي ده چې هلته هم تر پښتو نه په پارسي او اردو ژبه پوهېدل مهم دی .

تاسي وګورئ چې نولسمې پېړۍ د انګرېزي زبېښاک په وخت کې پښتانه استراليا او ارجنټين ته ولېږدول شول چې تر ننه پورې د ( ګان ) په نامه پېژندل کېږي . خو د استراليا او ارجنټين دغه پښتانه اوس نۀ په پښتو پوهېږي او نۀ دوۍ په دې خبر دي چې دوۍ سل کاله د مخه پښتانه وو .

اوس هم لږ تر لږه تر يو مليون پښتانه په اروپا ، امريکا او استراليا کې دايمي مېشته شوي او د دې پښتنو دريم نسل به پښتون نه وي . خو څنګه چې يهودانو په خپل دوه زره کلن هجرت کې خپله ژبه او کلتور وشو ساتلی ، پښتانه يې هم کولی شي . البته که چېرې د عصر او زمان د تخنيکي امکاناتو نه د ژبې د خپرولو د پاره کار واخستل شي .

په درناوي او درنښت

تبصرې :


am_afghan :

The above titled subject was written by Koshan Sapi. I do not know from where he got some incorrect information.
1. He wrote that Prophet Muhammad (PBUH) forced Jews to leave Jazira Arab. I think Mr. Koshan has no information about history of Islam and may have no believe on it.
2. 2. Also he wrote that Arab and Islamic worlds want to destroy Israel, but he does not see and close his eyes on the brutality of Israel ion innocent Palestine people.. I can not count word by word but most parts of his article is against Islamic faith. I request you that when you want to publish an article, please read and evaluate and say that this is Democracy time, but we should not hurt hearths of many Muslim and Afghans. May Allah guide us to he straight way.


کوشان صافی :

د لر او بر وېبپاڼې محترمو چلوونکو د نوموړي ورور نيوکه زما د خپرې شوې ليکنې په هکله چې ستاسو په وېبپاڼې کې خپره شوې وه ، ستاسي د د اېمېل له لارې ماته ورسېدله .

تر ټولو د مخه ستاسي نه د زړه له کومې مننه کوم چې زما اندوواندونو ته هم په خپلې وېبپاڼې کې د خپرولو چانس ورکوئ. تر دې وروسته مې زړه خواشينی شولو چې ولې د نوموړي ورور اخستنه زما د ليکنې نه منفي وه .

زما په خيال خو نوموړی ورور چې نه يې ادرس مالوم دی او نه يې نام او نشان ، يا ماسره شخصي عقده لري ، يا زما خپلوان دی ، يا ډير تنګ نظره دی ، او يا هم دا چې ورته زور ورکوي چې پښتانه خپلې ژبې سره مينه لري او د دې ژبې د پرمختګ د پاره لارې ـ چارې لټوي .

زما ليکنه اصلاً د اسلام په هکله نده او نه داسې څه پکې شته چې د هغه له کبله د افغانانو او مسلمانانو احساسات پکې زخمي شي . پدې کې شک نشته چې د هر اند په وړاندې يو مخالف اند موجود وي . نو دا چې زما ليکنه د نوموړي ورور نده خوښه شوې ښه خبره ده ، او زه شخصاً د د اندونو اختلاف ته احترام لرم . خو په يو هېڅ خبره يو چا باندې د کفر ، الحاد او ناپوهۍ ټاپه وهل د متمدنو انسانانو کار نوي .

زه بايد يادونه وکړم چې زما په خپرې شوې ليکنې کې په هېڅ ځای کې داسې ندي ليکل شوي چې مسلمانان دې روژه نه نيسي ، مونز دې نکوي ، ذکات دې نه ورکوي ، او يا دا چې مسلمانان بايد ووژل شي او يا هم دا چې زه د مسلمانانو په وژلو خوشحاله يم . نو زه نپوهېږم چې د نوموړي ورور نيوکه تر کومه ځايه پر ځای ده ؟؟ که چېرې څوګ په دې خپه کېږي چې پښتو بايد پرمختګ وکړي او په مهاجرو پښتنو کې پښتو لمنځه لاړه نشي ، زه ورته دومره ويلی شم چې : خدای دې روغ کړه ، د بنده په لاس خو روغ نشوې .

زه شکر دی په خپله يو مسلمان يم ، په مسلمانې کورنۍ کې ځېږېدلی او روزل شوی يم . خو د معيينو دلايلو په اساس د دين او مذهب بېلوالی غواړم . او دا د يو انسان او يو پښتون په توګه زما حق دی . او که څوګ رانه دا حق اخلي ، هغه خپل پښتني ضد هويت ښکاره کوي .

ما په خپله د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ختم کړی دی ، خو په دې برخه کې ماسټري او يا دوکتورا نلرم . خو په انسان پېژندنه کې تکړه يمه او هغه ډاکټران او اکاډيميسينان چې غواړي چې د پښتنو زړه د پښتو نه تور کړي او په دې لاره کې د اسلام د دين نه ګټه پورته کوي ، ښه يې پېژندلی شم .

نو ما خو په خپلې ليکنې کې يواځې د پښتنو او يهودانو هجرت سره پرتله کړی دی او دا مې ويلي چې په کومو مشکلاتو چې يهودان مخامخ وو ، پښتانه ورسره مخامخ ندي . او د دې د پاره چې پښتانه خپله ژبه په هجرت کې هېره نکړي ، يو څو وړانديزونه مې کړي دي . دا چې يهودان په پلسطين کې مسلمانان وژني ، زما د ليکنې محتوا سره هېڅ تړاوو نلري . خو وژل چې په هر نامه وي ، د خدای بنده ګان پکې وژل کېږي او زما د پاره د غندلو وړ ده . نو دا چې ما هغه ظلمونه چې د تاريخ په اوږدو کې په يهودانو شوي او د لته مې ياد کړي دي ، د دې معنا نلري چې ګواکې زه د يهودانو د ظلمونو طرفداري کومه .

خو دا چې محمد ص د جزيرې عرب نه د مشرکينو د وېستلو يادونه کړې ده ، غير له بخاري او تاريخ طبري نه ، په اسرايل او مصر ( د مانفريد ګورګ کتاب ) او په د اسرايل او فلسطين تاريخ ( د مارتين شوبل ليکنه ) او په محمد او يهودان د 622 تر 640 ميلادي کال پورې ( د ل . م . هېريش ليکنه ) کې هم راغلي دي او په دې خبره خو همدا نوموړی ورور چې په ما يې د کفر او الحاد تور لږولی دی ، په خپله هم پوهېږي . خو زما په خيال د نوموړي ورور موخه دا ده چې ستاسي ذهنيت زما په وړاندې خراب کړي ، او يا دا چې د پښتنو زړه د پښتو نه تور کړي .

نو ما خو د پښتو د پرمختګ ، پراختيا او په مهاجرو پښتنو کې د پښتو د نه هېرولو په هکله څو وړانديزونه کړي ، او که يو بل څوګ راځي او ما باندې له دې کبله د کفر تور لږوي . نو دا خو طبعي ده چې زما زړه د پښتو او پښتنو نه تورېږي . او تاسي ته خو به تر ما ښه مالومه وي چې ځنې ډلې ، سازمانونه او ګروپونه په دې بوخت دي چې پښتانه د يو وحشي ، بې کلتوره قوم په صفت يې نړيوالو او ځوانو پښتنو ته يې وروپېژني تر څو چې پښتانه په خپل هويت وشرمېږي . او زما په خيال خو نوموړی ورور چې په ما يې نيوکه کړې ، يو د همدغو خلګو نه دی . کنې د دې اړتيا نشته چې ما باندې زما د ليکنې له کبله د کفر تور ولږول شي .

که د نوموړي ورور نيوکه پر ځای وي ، هغه کولی شي چې زما په ليکنې يو نقد وليکي او هغه ځايونه يې چې د اسلام په ضد دي روښانه کړي تر څو چې زه پرې پوهـ شم . په دې حالت کې به ماته هم دا چانس برابر شي چې ځواب يې ورته وليکم . اوس خو يواځې يې راباندې د ناپوهۍ او کفر تور لږولی دی ، او په دې کار سره يې ستاسي ذهنيت زما په وړاندې خراب کړی دی .

د دې د پاره چې ليکنه اوږده نشي ، په همدې ځای کې به يې ختمه کړم . تاسي ته په هر برخه کې برياليتوبونه غواړم . په درناوۍ او درنښت