کور / تازه خبرونه / تازه خبر : د پېښور په مومن ټاون کښي چاودني ۳ تنه ووژل

تازه خبر : د پېښور په مومن ټاون کښي چاودني ۳ تنه ووژل

د خيبر نيوز د يو تازه خبر له مخي نن يکشنبه د پېښور مومن ټاون ته څېرمه پر داله زاک نومي واټ باندي د يوې ځان وژونکي چاودني له امله ۳ تنه وژل سوي چي ۲ ښځي پکښي شامل دي او ۶ تنه نور ټپيان سوي دي .

د سيمي د ايدهي روغتيايي مرکز د يو کارمند شېرګل له خولې ويل سوي چي اول ځان وژونکي ډزي پېل کړلې او بيا يې خپل ځان ته انفجار پسي ور کړ .

د جيو ټلوېزيون په حواله تر اوسه لا نه ده روښانه سوې چي دا ځان وژونکي چاودنه وه خو پوليسو خپلي پلټني پېل کړي دي .

د پېښورد [ ډي سي او] صاحبزاده انيس له خولې ويل سوي دي چي د تلفاتو اصلي رقم نه دئ معلوم خو ده زياته کړل چي ټپيان ۱۱ تنه دي چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي او د ۴ نورو حالت نازک ښودل سوئ دئ، د پيښي ټپي قربانيان د سيمي د نژدې روغتون ته روسل سوي دي .