" /> " /> " /> " /> فرانسه : د الوتکي د لوېدو له امله ۵ تنه له منځه تللي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / فرانسه : د الوتکي د لوېدو له امله ۵ تنه له منځه تللي video

فرانسه : د الوتکي د لوېدو له امله ۵ تنه له منځه تللي video

په فرانسه کښي د یوې سيلاني الوتکي د رالوېدو له امله د ۱۳ کلن او ۸ کلن ماشوم په شمول ۵ تنهو خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ  . الوتکه د فرانسې پر خت دسهار د لسو بجو په شاوخوا کښي په یوه شنه ځنګله ورته سیمه کښي راولوېدلې ده.

ویل کيږي چي په الوتکه کښي ۵ تنه سپاره وه چي د الوتکي د رالوېدو سره سم الوتکي اور اخيستئ او له منځه څخه تللې ده ، دا الوتکه د کېننیس مېندېلیو نومي هوايي ډګر څخه د الېس نومي سيمي په لور روانه وه چي د کوتې دازیور نومي سيمي په شاوخوا کښي راولوېدل .

د فرانسوي خبري اژانس AFP د یوه خبر له مخي په الوتکه کښي ټول سپاره ګرځندویان وه او د جنوبي فرانسې په منظره راوتلي وه. دا لا معلومه نه ده چي نوموړي ګرځندویان به د کوم هیواد اتباع وي؛ په دې اړه به وروسته معلومات ورکړل سي .