کور / تازه خبرونه / په وردګو کې يو تانګ او د ټاکنو صندوقونه سوځول سوي دي

په وردګو کې يو تانګ او د ټاکنو صندوقونه سوځول سوي دي

وسله والو طالبانو دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالي په مربوطاتو کې يودبهرنيانو ټانګ الوزولي اوبل هغه موټر يي سوځولي چې دجنوبي ولايتونو درايې اچوونکيو صندقونه يي په کې بارکړي وو .

عييني شاهدان وايي چې ټانګ يي دسيدابادولسوالي دسالاروسيمې ته نيږي دسلطان خيلو په سيمه کې دکابل کندهار دلويې لارې پرسر الوزولي دي او يوهغه لاري موټر چې درايي ورکوونکيو صندثونه په کې اچول شوي وو هغه يي سوځولي دي .

درايي ورکولو کارته په داسې حال کې سوځول کيږي چې دولايت شوراګانو او ولسمشرۍ دټاکنو درايه اچوونکيو شميرې مخ په اعلانيدو دي .

ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټېلېفون په کرښه د لراوبر کابل څانګي ته وويل چې ټانګ کي يي پنځه سرتيري وژلي اوپه هغه موټر کې چې ټاکنو کارتونه په کې بار وو هغه يي هم سوځولي اوددوو ولايتونودرايي اچونې ټول مواد يې سوځولي دي .

داپه داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو دتيرو دريو ورځو راپديخو دکابل غزني لويه لاره تړلې وه او سړک پرسر يي تالاشي کولې .

وسله والو طالبانو هغه ٧٠ تنه له موټرو څخه ښکته کړي وو اوددو ي سره يوه ورځ بنديان وو خوطالبانو دروژې مبارکې مياشتي درارسيدو په خاطر رايه ورکوونکي خوشي کړل اودوي نه يي غوښتنه وکړه چې په دولتي ادارو کې کار ونه وکړي .

دغه راز دسيدابادولسوالي ته څيرمه دشيرازي باباپه سيمه کې تيره ورځ يودامريکايانو ټانګ دسړک پرسر دماين ښکار شوه اوټوټه ټوټه شو وردګو ولايت يوله هغه ولايتونو څخه دي چې ترډيره بريده په کې دمخالفينو بريدونه زيات شوي دي .