کور / تازه خبرونه / د جنوبي کوريا پخوانی ولسمشر خاورو ته وسپارل سو

د جنوبي کوريا پخوانی ولسمشر خاورو ته وسپارل سو

نن په جنوبي کوريا کښي د جنوبي کوریا د پخواني ولسمشر کیم دایئ-جنګ د جنازې په مراسمو کښي تقریبا شل زره کسانو  ګډون وکړ .
هلته په جنوبي کوریا کښي د پارلمان و تعمیر ته نژدې په مراسمو کښي د جنوبي کوریا مشرانو او د امریکا متحده ايالاتو د بهرنیو چاریو پخوانی وزیر البرایټ هم تشریف درلود .

د جنوبي کوريا صدراعظم هان سیونګ-سوو له منځه تللئ ولسمشر د “د عصري تاريخ ستر مشر” په نامه سره وبلئ او دهغه بې ساري هلي ځلي يې وستایلې .

کيم دايئ-جنګ په سوله کښي په نړیواله کچه سره زیات شهرت درلود او هغه د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د نوبل دسولي جایزې ګتونکی هم دئ.

کیم دایئ-جنګ د ۱۹۲۵ زېږدیز کال د ډسمبر د میاشتي په ۳ نېټه دې نړۍ ته سترګي لڅي کړي وې او د ۱۹۹۷ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۰۲ زېږدیز کاله پوري د جنوبي کوريا ولسمشر وو .نوموړی د ۸۳ کلنۍ په عمر د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اګسټ د میاشتي په ۱۸ نېټه د جنوبي کوریا د سیول په ښار کښي د زړه د ناروغۍ له امله ددې دنیا څخه وکوچېد .