کور / سياسي / د ایراني مشرانو کورنی کړکیچ(د م. جلالزي ژباړه )

د ایراني مشرانو کورنی کړکیچ(د م. جلالزي ژباړه )

منبع : نیویارک ټایمز


‏2008‏، 09‏، جنوری‏، چهار شنبه
داسي ښکاري چې د ایران د جمهور ریس محمود احمدي نژاد او د هغه هیواد د منلي روحانې مشر” آیت الله علی خامنه ای” په اړیکو کې د ۲۰۰۵ کال راورسته کله چې ښاغلی نژاد د ولسمشرۍ څوکي ته ورسید خورا توپیر راغلی.




د دې دوو مشرانو په اړیکو کې اوس یو ستر درز ښکاري .
پخوا به کله چې ولسمشراحمدي نژاد د خپلو سیاسي کورنیو مخالفینو تر ژبنی ګزار لاندي راغی نو سمدستي به د ” آیت الله علی خامنه ای” له خوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول د مرستي تر چتر لاندي ونیول شو خو دا ګړۍ” خامنه ای” د داسي ګزارانو پر وړاندي چوپه خوله وي.



” آیت الله علی خامنه ای” هغه کس دی چې پریکړه یې په اسلامی جمهوریت کې وروستي ټکی بلل کیږي او د عامو وګړو سخت ملاتړ درلودنکي څیره هم پیژندل کیږي .
خو په دې ورستیو کې داسي ښکاري چې عام ایرانیان هم په دوو خاښو ویشل شوي دي .
هسي خو اوس په سترو غونډو کې د ولسمشر محمود احمدي نژاد وینا ګانو ته هم د پخوا په څیر ډیر خلګ نه را ټولیږي .
کارپوهان د ایرانیانو په منځ کې د احمدي نژاد د محبوبیت کموالي ته ډیر دلایل لري خو یو هغه یې ډیر مهم بولي .
د امریکې د متحده ایالتونو د استخباراتو مرکزي ادارې تیره میاشت د ایران په اړه یو مهم رپوټ خپور کړ.


په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې ایران په کال ۲۰۰۳ کې د خپل اتومي بم جوړولو پلان درولی او دلیل یې هم نړیوال فشارونه ول.
دې رپوټ په سمدستي توګه پر ایران باندې د امریکې او ځینو غربي هیوادونو له خوا د پوځي قوي د استعمال ګواښونه پڅ کړل ، او پر دې سربیره یې د ایران عالي رتبه مقاماتو ته دا موکه هم په لاس کې ورکړه چې د راتلونکي مارچ میاشتي د پارلماني ټاکنو لپاره ځانونه چمتو کړي .



د نړیوالو اقتصادي او سیاسي چارو شنونکی  سید لیلاز وایې اوس نو ایران کوم پوځی برید نه ګواښوي چې له امله یې کیداي شوای دا هیواد د عراق په شان توري ورځي سره مخامخ شوی وای .
ښاغلی لیلاز وایې امریکاچې د ایران پر وړاندي لویه تیروتنه وکړه هغه دا وه چې د ایران  ملت ته  یې وخت نا وخت په بی پروا توګه د پوځی یرغل ګوته ښوروله او همدې کار د ایران په دننه کې د بنسټ پالو یو والي ته لمن ووهله .



اوس هلته بنسټ پالو خپلي پخوانۍ خپل منځی لانجي یوه خوا کړي او د بهرني برید ګر پر وړاندي سره څه نا څه یو موټی ښکاري .
د امریکې د استخباراتي ادارې د وروستي رپوټ تر خپریدو دمخه ایران په دوامدار ډول د غرب او امریکې تر فشار لاندي وو چې ګواکي خپل اتومي پروګرام باید هرو مرو ودروي .



تیر کال په یو جلا بیان کې د امریکې او فرانسي ولسمشرانو د دې پوښتني په ځواب کې چې که چیرته ایران خپل اتومي پروګرام ونه دروي نو د دې دوو هیوادونو دریځ به څه وي ؟ ویلي وو، لومړی به دا موضوع له دیپلوماتیکو چینلونو وڅیړل شي خو  د ایران پر وړاندي د پوځي قوي کارول هم ناشوني نه ښکاري .
د نړیوالي تولني دا سره ګواښونه ټول د وروستي رپوټ له خپریدو سره سم ساړه کړای شول .



کله چې ایران تر نړیوالو فشارونو لاندي وو ، ایراني مشرانو ډیر پر دې موضوع غور کاوه چې څرنګه کولاي شي ملت یو والي ته را وبولي .
د  ایران مذهبي ” آیت الله علی خامنه ای” پر هغه وخت د ایران پر ملت غږ کړی وو چې د ګډ دښمن یعني امریکې پر وړاندي سره یو موټي شي که نه نو غلیم به له دې بي اتفاقۍ څخه ګټه پورته کړي.
د ایران د ولسمشر څوکۍ یو ثمبولیک مقام دی.



خو ولسمشر احمدي نژاد له دې ولاړي څوکي څخه د یوي متحرکي هغې په څیر کار اخیستي .
هغه دا چې نوموړي اقتصادي ملت پالني ته لمن وهلي او په خپلو کړن لارو کې هڅه کوي چې د هیواد د بیوزلو او بډایو طبقو تر منځ واټن لنډ کړي.
احمدي نژاد په خپل دې کار سره ریښتیا هم چې د کوردننه ، د هغو کسانو په زړونو کې ځای موندلی چې په ټیټ او منځني اقتصادي حالت کې قرار لري .
اوس نو احمدي نژاد هم یو څه ته اړتیا لري .



ښاغلی احمدي نژاد له دې محبوبیت څخه د سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره کار اخلي په خاصه توګه یې هڅه دا ده چې دا قوت د” آیت الله علی خامنه ای” د مذهبي ځواک پر وړاندي ژوندی وساتي .
رپوټونه وایې چې د محمود احمدي نژاد او” آیت الله علی خامنه ای” علایق د امریکې د استخباراتي ادارې د وروستي رپوټ تر خپراوي دمخه خپل نازک او بدخونده حالت ته داخل شوي وو.



” آیت الله علی خامنه ای” ته ور نژدی یو کس چې د خپل نوم له څرګندولو سره یې علاقه ندرلوده ویلي چې ،”  خامنه ای” د احمدي نژاد وروستي اقتصادي سیاست سخت مایوسه کړی دی .
هغه سیاست چې په ایران کې یې د خوراکي توکو او لومړنیو اړینو خدمتونو په برخه کې د انفلاسیون کچه خپل وروستي حد ته رسولي ده .
” آیت الله علی خامنه ای” مخکې تر دي ځکه د احمدي نژاد اقتصادي سیاست څخه ملاتړ کوو چې د بی وزلی پر وړاندي د هغوي دواړو په نظرونو کې یو شان شعارونه پراته وو .



دې دواړو به تل د خپلو ویناوو پر مهال د بیوزلو سره د مرستي ژمني کولي خو د احمدي نژاد ژمني سوکه سوکه په حقیقت بدلي شوي او په پایله کې یې یو اقتصادي ناورین را منځ ته شو .
ناورین په دې معنی چې د ایران په تاریخ کې د موادو بیې دومره نه وي لوړي شوی چې اوس لوړي شوي او سربیره پر دې د انفلاسیون کچه هم اوس هلته د هر بل رژیم په پرتله په بي ساري ډول لوړه شوي ده .



اقتصادي ماهرینو په وار وار د ښاغلي  احمدي نژاد په اقتصادي پالیسي ګانو نیوکي کړي ، هغوي وایې : احمدي نژاد په وار وار نړیوالو ته د تیلو د صدور د بندیدو ګواښونه کړي ، کورنیو بي وزلو ته یې د مالی پورونه د ورکړي پروګرامونه جوړ کړي او هیواد ته یې د ارزان بیه توکو د واردولو ښه راغلاست کړی چې دا دري دلایل په دې هیواد کې د انفلاسیون د زیاتوالي او کورنیو کمپنیو د ودریدو اصلی لاملونه بلل کیداي شي.
په ایران کې د انفلاسیون کچه د تیر ۲۰۰۶ کال د مارچ میاشت راهیسي له ۱۲ فیصدو همدا اوس ۱۹ فیصدو ته لوړه شوي ده .
دا هغه ارقام دي چې د دې هیواد مرکزي بانک خپاره کړي دي .



” آیت الله علی خامنه ای” د تیري پنجشنبي په ورځ د خپل استوګني په ښار یزد کې وویل : ( زمونږ نظام  د نورو هیوادونو په پرتله خاص اونادره خصوصیات لري، خو هغه څه چې مو له نورو حکومتونو سره ګډ دي هغه زمونږ  نواقص او خطا ګاني دي) .
” خامنه ای” زیاته کړه چې دې خطا ګانو زمونږ هیواد تر خپلي اغیزي لاندي نیولی .
د نوموړي په دې څرګندونو کې  د ایران د اقتصادي نظام هغسي توصیف ونشو له څرنګه چې به پخوا کیده .
د نوموړي له ورستیو څرګندونو داسي بریښي چې د احمدي نژاد کړه وړه ورته بي خونده دي .



خو تر هر څه مهمه دا ده چې احمدي نژاد اوس له ایراني ملت سره د اړیکو په کومه کچه کې قرار لري.
په دې ورستیو کې یو شمیر نوري نښي نښاني هم لیدل کیږي چې احمدي نژاد د خپلو ځینو خطاګانو له امله د خلکو په مینځ کې هم خپل پخوانې ځای له لاسه ورکوي.
د احمدي نژاد او ” آیت الله علی خامنه ای” تر منځ د درز د رامنځ ته کیدو یوه بله بیلګه دا وه چې ښاغلي” خامنه ای” په دې ورستیو کې پوځي جنرال محمد زوالغدر د بسیج ( وسله والو ځواکونو) د مشر په توګه وټاکه خو لنډه موده نه وه تیره چې محمود احمدي نژاد دا جنرال بیرته له دندي ګوښه کړ.



تیره اونۍ د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد مصر ته د ایران د اتومی پروګرام د پخواني ستر مرکچی علی لاریجاني په سفر سخت په غوصه شو.
دا سفر ظاهراً د محموداحمدي نژاد د سلا پرته تر سره شوی .
احمدي نژاد مصر ته د لاریجاني د سفر وروسته وویل : ( ایران د بهرنیو چارو وزیر لري او دا وزیر په رسمي ډول حق لري له بهرنیو هیوادونو سره خپل علایق وپالي او دا چې لاریجاني مصر ته تللی هغه یو ګوښه کړای شوی کس دې چې ښایې په شخصي سفر مصر ته ورغلی وي او د هغه خبري هم د اسلامی جمهوریت د دریځ څرګندوي نه کوي ).



رپوټونه وایې چې علی لاریجاني هم د خپل ماموریت پر مهال د روحاني مشر ” آیت الله علی خامنه ای” کلک ملاتړ له ځان سره لرل او د هغه د ګوښه کولو یواځني علت هم له خامنه ایی سره د هغه علایق بلل کیداي شي.
مصر ته د لاریجاني سفر چې تهران یې غیر رسمي بولي یو ډیر مهم سفر بلل کیداي شي ځکه اسلامی جمهوریت په کال ۱۹۷۹ کې کله چې مصر له اسرایلو سره د سولي تړون لاسلیک کړ له هغه هیواد سره خپلي دیپلوماتیکي اړیکي پري کړي .



علی لاریجاني چې اوس مهال ” آیت الله علی خامنه ای” نژدي کس بلل کیږي له مصر څخه له راګرځیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې له مصري چارواکو سره د ده خبري ډیري سمي وي .
په داسي حال کې چې هغه د خبرو اترو موضوع په ډاګه نکړه .


د محمود احمدي نژاد د حکومت دوران د ایران په تاریخ کې لومړنی هغه شمیرل کیږي چې پکښي د هر څه بیي په چټکي سره لوړي شوي دي .
مخکې تر دي هغه په خپلو سیاسي رقیبانو تور لګاوه چې هغوي په انفلاسیون کې لاس لری خو اوس بیا د بیو د لوړ والي اصلي لامل په نړیوالو سوداګریزو بازارونو کې د قیمتونو لوړ والی بولي.



د ایران مهر خبري آژانس د ښاغلي احمدي نژاد له یو نژدي کس محمد رضا کاتوزیان څخه په حواله په دې ورستیو کې خبر ورکړ چې ښاغلی نژاد غواړی اوس داسي نوي اقتصادي کړن لاره غوره کړي چې له مخې  یې د نژادي حکومت  وروستۍ  خطا ګاني پري جبران کړي .
په ایران کې د باران نادولتي موسسي ریس حسن رسولي په قول راغلي ، کله چې محمد خاطمي د جمهوري ریاست څوکۍ ښاغلی نژاد ته پریښوده ، په خپله وروستۍ وینا کې یې دا وویل چې ښاغلی نژاد به د انفلاسیون په تعادل کې هڅه وکړي خو دی نه پوهیده چې احمدي نژاد به له دې منفي پدیدې سره د اوس په شان غیر مسلکی عمل کوي .



ښاغلی رسول وایې : (ښایې احمدي نژاد به نه پوهیږي چې یو پاریدونکی انفلاسیون تر کومه بریده د خلکو پر ژوند منفي اغیزي کولای شي).
خو ایران یوازي کورنۍ لانجي نه لري بلکه له خپلو سیاسي پولو ها خوا هم د نړۍ له سترو قدرتونو سره بي شمیره ستونزي لري .


د ایران په بهرنیو رقیبانو کې یوه هغه یې امریکا ده .


تهران له کلونو کلونو راهیسي له واشنګټن سره سمي اړیکي نلري.


د امریکې او ایران تر منځ به اړیکي تل همداسي له ستونزو ډکي وي.


او یوه بیلګه یې هم په روانه اونۍ کې د هرموز په تنګي کې د دې دوو دولتونو د سمندري ځواکونو ټکر وو.



په غرب کې د نظر خاوندان په دې باور دي چې د ایران پر وړاندي به د غرب سختي پالیسي ګاني د ایران په دننه کې سیاسي مخالفین لا هم تیره کړي .


خو که چیرته امریکا او غرب د ایران پر وړاندي خپله بهرنۍ کړن لاره نرمه کړي نو د ایران په دننه کې شته داسي کړۍ چې په خپله د ښاغلي نژاد د سخت دریځه نظام د ړنګولو خیال لري .
غربی سیاست وال” آیت الله علی خامنه ای” هغو ورستیو څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي یې وه : ( له امریکې سره د ایران اوسني نا سم علایق دا معنی نلري چې مونږ له امریکایانو سره نا معلومي ستونزي لرو ).
له دې خبرو داسي بریښي چې د اوس لپاره د تهران او واشنګټن تر منځ روان اورګاډۍ په سمه لار روان دی خو په کور دننه بیا د مذهبي مشر او جمهور ریس آسمان خړ دی.