عراق:سل كاله وروسته واوره سوې

ميرويس افغان | جنوري 11th, 2008


دعراق په پلازمېنه بغداد او ځينو نورو ښارونو كې پوره سل كاله وروسته نرمه واوره سوې او دې پېښي دولسي وګړو هيلي راټوكولي دي خو له بلي خوا په يخنيو نابلده عراقيانو ته دسفر درجه هرارت له كبله ستونزي ورپېښي دي .


هلته نن په لومړي ځل واوري وسوې او دعراق دموسمياتو دادارې له قوله چې دواورو داورښت علت دادى چې ښايي سږ كال په نړۍ كې يو يخترين كال او دنړۍ په بېلا بېلو برخو كې واوري سوي دي . دعراق ګڼو اوسېدونكو ويلي چې په ژوند يې واوره نه ده ليدلې او دواورو له ليدلو يې ډېر خوند اخيستى دى .  

Copyright Larawbar 2007-2024