کور / تازه خبرونه / د وږي ۳يمه د افغاان هوایي ځواک دجوړېدو له ورځي سره سمون لري

د وږي ۳يمه د افغاان هوایي ځواک دجوړېدو له ورځي سره سمون لري

نن سه شنبه د وږی دریمه نیټه چی دافغانستان د هوایی ځواک د جوړیدو له ورځی سره سمون لری دا ورځ هر کال په افغانستان کی داسی مهال لمانځل کیږی چی د افغانستان په خپل منځیو جګړو کی څلور سوه پنځوس جنګی او ترانسپورتی بیلابیل ډوله الوتکی له مینځه یوړل شوی.

د افغانستان د هوایی ځواک پخوانی قوماندان عتیق الله امر خیل وایی د افغانستان په خپل منیځو جګړو کی روسیی الوتکی ډوله ځینی الوتکی وویشتل شوی او نور یی پر ګاونډی هیواد پاکستان خرڅ شوی.

دافغانستان دهوایی ځواک قوماندان برات وایی اوسمهال افغانستان پنځه څلویښت الوتکی لری چی دهوایی ځواک د رغولو لپاره ځینو بهرنیو هیوادونو مټی را بډوهلی چی دپرسونل روزل هم پکی شامل دی.

امريکايي جنرال چي د افغانستان د وران شوي هوايي ځواک د بيا رغووني چاري پر مخ وړي ویلي دی د افغانستان هوايي ځواک به لږ تر لږه تر ٢٠١٣ کاله پوري د هغو عملياتو توان پيدا کړي چي په روان وخت کي يي بهرني ځواکونه پر مخ وړي.

په لومړی ځل افغانستان د امیر امان الله خان په واکمنی کی د هوایی ځواک څښتن شو.

خو د افغانستان هوایی ځواک په دیارلس سوه یو اویایم کال کی د خپل منځیو جګړو په پایله کی له مینځه ولاړ.