کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو ننني غټ سرلیکونه د کندهار چاودنه او د امنیت په اړه شته اندیښنې او د انتخاباتو روان بهیر جوړوي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د روانو جنګونو په اړه د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان څرګندونې راخستي او لیکلي دي، چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې یو سخت جنګ په وړاندې لري.

ورځپاڼې د ډیویډ پتروس په حواله وړاندې لیکلي دي، چې ددغو جنګونو ګټل او پر وسلوالو برلاسي کیدل مهم دي خو تر هغه زیات مهم د عامه خلکو د ژوند خوندي کول دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ناټو د عمومي منشي دا غوښتنه راخستې، چې ترکیه باید افغانستان ته خپل جنګي ځواک واستوي ځکه دده په وینا که ترکیه دا کار وکړي نو نور هیوادونه به هم وهڅول شيو چې دا جګړه د ترهګرۍ ضد ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ځینو رسنیو کې د پښتنو په سیمو کې د رایو په اړه روان بحثونو ته په اشارې لیکلي دي، چې لویدیځوال د پښتنو رایې تر سوال لاندې راولي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کندهار په خونړۍ پیښې تبصره کړې او پدې ترڅ کې هغه اندیښنې څیړلي، چې د امنیتي تدابیرو په اړه موجودې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي، چې د کندهار پیښې وښودله، چې د هیواد د لویو ښارونو امنیتي سیسټم بیا کتنې ته اړتیا لري.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې لیکلي دي، چې ځان وژونکې حملې یوه ستره ګناه ده، چې له اسلامیت او انسانیت سره هیڅ ډول اړخ نه لږوي.

په ورځپاڼه کې د احتکار مسئله هم راخستل شوې او له دې بابته د خلکو اندیښنو ته په اشارې د هغې د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه شوې ده.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې، چې امریکايي ځواکونو د رایو لس صندوقونه ، چې له نورستان څخه کابل ته راوړل کیدل ورک کړیدي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکلايي ځواکونو د زیاتولو سره په تړاو کې ځینو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې د ځواکونو زیاتول به تر کومه دوام وکړي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د کاناډا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې ددوی د خواکونو ماموریت نه تمدیدیږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هغو اندیښنو تبصره کړې، چې د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه په نړیواله ټولنه کې موجود دي.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې د رایو د شمیرلو روان بهیر ته کتنه کړې او لیکلي ديو چې اوولس فیصده شمیرل شوې رایې ښۍ، چې حامد کرزې له کاندیدانو نه ډیر مخکې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کندهار په وروستۍ خونړۍ بیښې تبصره کړې، چې عامو خلکو ته يې درنه مرګ ژوبله له ځانه سره درلودله او لیکلي ديو چې ددې بیښې عاملین باید هرو مرو مجازات شي.

ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې په افغانستان کې د ځنګلونو د وهلو مسئله او ددې کار د مخنیوي لپاره شوي اقدامات انځور کړې او دا يي ښودلې، چې پدې برخه کې د شویو اقداماتو سره سره د ځنګلونو وهل دوام لري.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو دهم د افغانستان او سیمې روان حالات حیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم خپله سرمقاله د کندهار وروستۍ خونړۍ بیښې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي، چې دا پیښه باید په جدي توګه تعقیب شي.

خو اصلاح بیا هم پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نتایجو اعلان ته په اشارې هیله څرګندته کړې، چې ښايي د خلکو د رایو درناوې وشي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک بیا هم د کندهار وروستۍ خونړۍ پیښې ته ځانګړې کړې او پدې ترڅ کې د پیښې د ځاې یو ستر انځور هم خپور کړې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې ددې بیښې په وړاندې د افغان دولت غبرګون څیړلې او له زیانمن شویو خلکو سره د نقدي مرستې اعلان ته په اشارې لیکلي دي، چې دا غمیزه په پیسو نه جبرانیږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان روانو حالات څیړلي او هغه يې د اوباما لپاره یو ستر سیاسي ازمون بللې دې.