کور / تازه خبرونه / پکتيکا : ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې

پکتيکا : ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې

د پکتیکا ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې د چهار شنبې په ورځ ۱۲ تنه طالبان په روغتون کې ووژل شول او ۶ تنه نور ژوندي دپولیسو لاسته ورغلي دي.

د سرروضې ولسوالۍ روغتون هغه مهال کلابند شو چې کله ولسي وګړو پولیسو ته په روغتون کې دطالبانو دځای پرځای کيدو خبر ورکړ، په ۱۲:۳۰ بجو دپولیس او طالبانو تر منځ نيښته پيل شوه چې دمازيګر تر پنځه بجو يې دوام وکړ، پولیسو په پيل کې هڅه وکړه تر څو ملکي وګړي له روغتون څخه وباسي او وروسته خپل عملیات ګړندي کړي.

په دې جریان کې يو تن ملکي وګړی چې د روغتون چوکیدار ؤ، ټپي شوی.

دطالبانو د يوه سیمه ییز قومندان ملا مسلم په ګډون درې تنه ۳ چې دټولټاکنو په ورځ دهمدې ولسوالۍ په مرزکو سیمه کې ټپيان شوي ؤ، روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوي ول.